زاخېلوال: ټاکنېزې لانجې اقتصاد اغېزمن کړى

Image caption د ټاکنو بهیر له اوږدېدو سره زموږ اقتصادي حالت اغېزمن شوی

د افغانستان د مالیې وزارت وايي له ټاکنو سره تړلو ستونزو پر هغو مرستو منفي اغېز پرې ایستی چې نړیوالې ټولنې افغانستان ته ورکولې.

حضرت عمر زاخیلوال وويل، ډیری مرسته کونکو هیوادونو بايد د روان کال په اوږدو کې شاوخوا ۵۰۰ میلیونه ډالره مرسته افغانستان ته ورکړې وای، چې نه دي يې ورکړي، او نوموړى يې لامل د ټاکنو اړوند راپورته شوې ستونزې ګڼي.

ښاغلی زاخېلوال په کابل کې زموږ له همکار حفیظ الله معروف سره په مرکه کې زياته کړه چې ټاکنیزو لانجو د تیر کال په پرتله سږ کال دافغانستان نژدې ۲۵ سلنه صادرات او ١٠ سلنه ګمرکي عواید هم کم کړې دي.

د ټاکنو پر سر راپورته شویو شخړو په افغانستان کې پر نورو اقتصادي اړخونو هم اغیز پرې ایستی، چې ځینې خلک یې انديښمن کړې دي.

خو ښاغلى زاخیلوال خلکو ته دا ډاد ورکوي، چې د ټاکنو د پایلو له اعلان سره به د افغانستان اقتصادي څرنگوالى بیرته خپل عادي حالت ته ور وګرځي.

" د ټاکنو بهیر د پای وخت را نژدې دی، طبعا" زموږ اقتصادي حالت اغېزمن شوی ځکه دغه پروسه ډیره اوږده شوه او له پای ته رسیدو سره به یې اقتصادي حالت بیرته سم شي."

حضرت عمر زاخېلوال وايي، تمه یې دا وه چې سږ کال به شاوخوا دوه میلیارده ډالره د پرمختیايي بودجې او یو میلیارد ډالره د عادې بودجې لپاره مرسته ترلاسه کړي خو لا هم له ۵۰۰ میلونو تر ۶۰۰ میلیونو ډالرو پورې حکومت ته نه دي ورکول شوي.

د مالیې وزیر تمه ښيي، چې د ټآکنو دپایلو له اعلان سره به دغه ژمنه شوې مرستې ا فغانستان ته بیرته ورکول شي.

د ټاکنیزو لانجو دحل لپاره په کور دننه او نړیواله کچه هڅې روانې دي.

د امریکا دوه سناتوران په کابل کې د دواړو کاندیدانو ترمنځ پر خبرو بوخت دي. همدارنګه د ولسمشر حامد کرزي دواړه مرستیالان هم هڅه کوي، چې د ټاکنو لانجې غوڅې کړي او دحل يوه لاره ورته ومومي.

ورته مطالب