'د خانشین جګړه د سنګین تر نښتې کمه نه وه'

د انځور حقوق
Image caption د ۶۰۴ سرحدي زون درستیزوال حمیدالله صدیقي وایي، د وسلوالو دغو بریدونو ته یې سخت ځواب ویلی.

په هلمند کې د ۶۰۴ سرحدي زون چارواکي وایي، په خانشین ولسوالۍ کې له وسلوالو سره په نښته کې لږترلږه ۷۰ وسلوال وژل شوي او ۵۰ نور تپیان دي.

ددغه سرحدي زون درستیزوال سمونوال حمیدالله صدیقي ادعا کوي چې په وژل شوو کي د پاکستان د پنجاب، وزیرستان او د رنجر په نوم د خاصو قطعاتو کسان هم شامل دي چي د یوشمیر کسانو مړي یې په سیمه کي د سرحدي پولیسو لاسته ورغلي دي.

ښاغلي صدیقي زیاته کړه چې وسلوالو په پراخه کچه ماینونه فرش کړيوو چې د افغان ځواکونو له خوا ۱۲ کړۍ ماینونه له ځمکې رایستل شوي او ۸۰ نور ماینونه یې په سیمه کي د جګړې پرمهال له منځه وړي دي.

په کندهار کې مامون درانی وايي، وسلوالو طالبانو وروسته له هغه د هلمند پر خانشین ولسوالۍ برید وکړ چې څو ورځې وړاندې شاوخوا ۲۰۰ سرحدی پولیسو د سنګین ولسوالۍ د جګړې میدان ته ور ودانګل.

خو د ۶۰۴ سرحدي زون درستیزوال حمیدالله صدیقي وایي، د وسلوالو دغو بریدونو ته یې سخت ځواب ویلی.

که څه هم ښاغلي صدیقي افغان ځواکونو ته د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ویل، خو وسلوال طالبان وایي په دغه جګړه کې یې افغان لوري ته هم مرګ ژوبله اړولې ده.

د دغه ډلي ویاند قاري یوسف احمدي وايي، په خانشین ولسوالۍ کې یې د پولیسو ګادي او تر لسو زیات پولیس له منځه وړي دي.

ورته مطالب