اشرف غني: کمېسيون دې ابتدايي پايلې پر دوشنبه اعلان کړي

Image caption اشرف غني له خپل ټاکنيز سيال عبدالله عبدالله وغوښتل چې په ټاکنيز بهير کې ور ګډ شي

د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند اشرف غني احمدزی وايي د ټاکنو خپلواک کمېسيون بايد د ټاکنو لومړنۍ پايلې د دوشنبې پر ورځ اعلان کړي، ځکه په خبره يې ځنډ يې هېڅ قانوني بنسټ نه لري.

ده وويل د شکايتونو لپاره ځانګړی کمېسيون شتون لري او داسې تخنيکي ستونزې نه شته چې د ټاکنو د پايلو اعلان دې وځنډوي.

اشرف غني احمدزي يو ځلې بيا تکرار کړه چې په هېڅ ډول د خلکو په رايو معامله نه کوي او هغه ګنګوسي يې رد کړل چې ګواکې معاملې ته چمتو دی.

ده وويل د ټاکنو ولاړ حالت ته بايد د پای ټکی کېښودل شي او هغه ناڅرګندتياوې له منځه ولاړې شي چې خلک يې اوس اندېښمن کړي دي.

ښاغلي احمدزي وويل د همدغه ناڅرګند حالت له امله ښايي افغانستان د نړیوالو سلګونه میليونه ډالره مرسته له لاسه ورکړي.

ده وويل ابتدايي پايلې، وروستۍ پايلې او د راتلونکي ولسمشر د لوړې مراسمو نېټه د ټاکنو کمېسيون له مهالوېش سره سمې اعلان شي.

اشرف غني د ټاکنو د شفافيت په اړه وويل چې دوی د هر ډول شفاف مېکانېزم هرکلی کوي، خو ټينګار يې پر دې و چې بايد دغه مېکانېزم په ټول هېواد کې يو ډول پلی شي.

ده له خپل ټاکنيز سيال عبدالله عبدالله وغوښتل چې د ټاکنو بهير ته ورشي او هغه غوښتنې چې د شفافيت په اړه يې لري د شکايتونو ارزولو کمېسيون ته يې ورکړي.

ورته مطالب