د دریو فدراسیونونو چارواکي له دندو ګوښه شوي

Image caption د بدني روزنې بنسټ وايي د اولمپیک کمېټې د دریو فدراسیونونو چارواکي یې د ادارې فساد د تور له امله له دندو ګوښه کړي دي.

د افغانستان د اولمپیک کمېټې د دریو فدراسیونونو چارواکي ادعا کوي، چې د دغه هېواد بدني روزنې بنسټ له کوم دلیل پرته دوی له دندو ګوښه کړي دي.

د وشوو، تکواندو او شطرنج فدراسیونونو چارواکي وايي چې حکومت دې د دغه بنسټ د خپلو سرو کړونو مخه ونیسي.

خو د بدني روزنې بنسټ وايي، چې د دې فدراسیونونو چارواکي یې ځکه له دندنو ګوښه کړي، چې د میلونونو افغانانو اداري فساد تور پرې لګیدلی او له همدې امله یې لویې څارنوالۍ ته هم ورپيژندلي دي.

له کابله حفیظ الله معروف په خپل رپوټ کې وايي په پلازمېنه کابل کې د اولمپیک کمېټې د وشوو، تکواندو او شطرنج فدراسیونونو پخوانیو چارواکو په یوې خبرې غونډې کې ادعا وکړه، چې له کره دلایلو پرته له دندې ګوښه شوي دي.

د تکواندو د فدارسیون پخوانی مشر میرویس بهاوي وايي، د بدني روزنې بنسټ د نړیوالو او ملي قوانین خلاف د دغه فدارسیون او دوو نورو فدراسیونونو مشران له دندو ګوښه کړي دي.

نوموړی ګواښ کوي، که د دوی غوښتنې ونه منل شي، په لاریونونو به لاس پورې کړي.

ښاغلی بهاوي وویل "که مظاهرو ته اړتیا پیدا شي، مظاهرې کوو، که لارو تړلو ته ضرورت شي، لارې تړو. موږ په همدې اړه ۱۰ورځې وخت ټاکلی، که حکومت زموږ غوښتنې ونه مني، موږ اړ یو، چې لاریونونه وکړو. حکومت باید دبدني روزنې د خپل سرو کارونو مخه ونیسي. موږ د خپل حق د ترلاسه کولو لپاره ټولې مدنې لارې کاروو."

ښاغلی بهاوي وايي که د بدني روزنې د چارواکو مخه ونه نیول شي، ښايي د نورو فدراسیونونو مشران هم له دندو ګوښه کړي.

نوموړی زیاته کړه چې، خپلې غوښتنې به ملي شورا او څارنوالۍ ته هم وسپاري.

خو د بدني روزنې د بنسټ چارواکی ظریف جلال وايي د دغو دریو فدراسیونو مشران له دې امله له دندو ګوښه شوي، چې په تېرو دوو کلونو کې پر هغوی د میلونونو افغانیو اداري فساد تورونه لګول شوي او څارنوالۍ ته هم ورپيژندل شوي دي.

ښاغلی جلال وايي دې پایلې ته له یوې څیړنې وروسته رسېدلي دي.

د بدني روزنې بنسټ وايي، له څو اونیو راهیسې یې د ټولو فدراسیونونو ارزونه پیل کړې او وايي که په نورو فدراسیونونو کې د اداري فساد او مالي اختلاس اسناد ومومي، ښايي نور چارواکي هم له دندو ګوښه کړي.

د افغانستان د اولمپیک په ملي کمېټه او بدني روزنې بنسټ کې پخوا هم څو څو ځلې د مالي فساد رپوټه کړل شوي او ان خبره تر څارنوالۍ هم رسیدلې ده.

ورته مطالب