خوست کې د وزيرستاني کډوالو ستونزې

Image caption چارواکي وايي ۱۲۰۰۰ کورنۍ چې شاوخوا ۷۷۰۰۰ وګړي کیږي خپل کورونه يې پریښي او خوست ته کډه شوي دي

د سهار نری نری باد لګیده چې د سفر لپاره مو د بوټانو مزي وتړل. اټکل دا وو چې د ملګرو ملتونو په یوه الوتکه کې د خوست ولایت ګربز ولسوالۍ ته د شمالي وزیرستان د کډوالو د احوال پوښتلو لپاره ورشو.

په سفر کې ګڼ شمیر خبریالان، د افغانستان لپاره د ګډوالو د نړیوالې ادارې مشر او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سياسي دفتر یوناما ادارې سیاسي معاون هم له مونږ سره ملګري وو.

لمر خپلې وړانګې غځولې چې د پکتیا په هسکو غرونو مو سترګې ولګیدې. د یو ساعت او شلو دقیقو په تېریدو چورلکې د خوست په یوه هسکه غونډه خپلې وزرې ولګولې.

له دغه ځایه د ځانګړو شویو موټرو پر مټ د خوست ګربز ته د تلو په تکل روان شوو، امنیت ډیر تینګ نیول شوی و، ځکه په دغه کاروان کې د افغانستان د کابیني وزیران، په افغانستان کې د یوناما سیاسي معاون او د UNHCR ادارې مشر مله وو.

د یوه نیم ساعت مزله وروسته د خوست ګلران دښتې ته ورسیدو چې له شمالي وزیرستانه ورته ګڼې کورنۍ کډه شوې دي. کله چې دغه کیمپ ته ننوتو د سره لمر لاندې د سپینو خیمو او کېږديو علاوه راته نور څه تر سترګو نه شول. ماشومان په سره لمر کې لوڅې پښې او لغړ ګرځیدل او د اغوستلو لپاره یې څه نه لرل.

تودې جګړې پر شمالي وزیرستان د همدې سیمې اوسیدونکی حاجي نظیر دې ته اړ کړ چې د کورنۍ له ۱۵ غړیو سره تر ۲۴ ساعته پیاده مزله وروسته ګاونډ خوست ته ګډه شي. نوموړی جګړې دې ته پرينښود چې له ځان سره د کور سامان او توکي راواخلي.

۱۲۰۰۰ کورنۍ

دی وایي جګړې یې سیمه داسې په ګولیو سورۍ کړې لکه دده زړه چې د جګړې غمونو سوری کړی دی. دی وایي خوست ته په راتګ ورسره سیمه والو ښيګڼه کړې په خپلو حجرو او دیرو کې یې ځای ورکړی دی.

خو دا یوازې حاجي نظیر نه دی چې د خپل کور پریښودو ته اړ شوی. د ده په شان ۱۲۰۰۰ کورنۍ چې شاوخوا ۷۷۰۰۰ وګړي کیږي خپل کورونه پریښي او خوست ته کډه شوي دي.

کډه شوي ځینې د خوست له ځایي اوسیدونکو سره په کور او حجره کې ځای پر ځای شوي، ولې نور یې بیا د ګلران دښتې په نوم کيمپ کې چې د ګربز په ولسوالۍ کې موقعیت لري میشت شوي دي.

دغه کډوال چې له شمالي وزیرستانه راکډه شوي ځوانان دي، دندې نه لري او د سره لمر لاندې د غره په لمن کې دیره دي. دوی بیړنۍ مرستې ته اړتیا لري همدا ګړۍ د څښاک لپاره اوبه او د خوړو لپاره غذا نه لري او تر څنګ یې د بیت الخلا د نشتون ستونزه ورته ډیره جدي ده.

د خوست ځایې چارواکي وايي په کډه شویو کې یې د ۳۹۰۰۰ زرو په شمیر کې ماشومان د پولیو واکسین شوي او زیاتره کورنۍ یې د کلتوري ارزښتونو له امله د واکسینونو کول منعه بولي چې د سیمې صحت لپاره لویه ستونزه ګرځیدلی شي.

د دغو کډوالو د لاسنيوي په موخه له مرکز څخه په ټاکل شوي پلاوي کې د مالیې وزیر حضرت عمر زاخیلوال وویل چې د دولت شته امکانات به د دوي په واک کې ورکړي او د دوی مرستې لپاره به دوي ته ښوونځي او روغتونونه جوړ کړي.

د قبایلو او سرحداتو وزیر محمد اکرم خپلواک چې د دې پلاوي ملتیا یې کوله په ګاونډي هېواد پاکستان نیوکه وکړه چې د ترهګرۍ په نوم د ځايي خلکو وژنه دې بنده کړي. نوموړي وویل دا هغه اور دی چې د پولې دواړو خواوو اوسیدونکي په کې سوځي.

Image caption خوست او پکتيکا ته له وزيرستان نه راغلي کډوال د څښاک پاکو اوبو، خوړو او درملو ته اړتيا لري

په کډه شویو کې کوچنۍ نعیمې راته وویل چې دغې جګړې یې په خوبونو خاورې واړولې غوښتل یې چې ښوونځی ولولي او تر زده کړو وروسته د یوې ډاکټرې په توګه د ولس خدمت وکړي.

ماينونه

د افغانستان لپاره د کډوالو نړیواله اداره وايي چې دغه کډوال بیړنيو مرستو ته اړتیا لري. دغې اداره دا څرګندونې د یو خبر پاڼې په خپرولو سره کړي. دوی همدا راز وايي چې د څښاک اوبه او د بیت الخلا ستونزه دوی ته ډیره جدي ده.

د UNHCR ادارې ویاند نادر فرهاد وايي چې له ۲۰۰۸ کال وروسته لومړی ځل چې د کډوالو د مرستې لپاره یې په خوست کې خپل سیمه ییز دفتر پرانستی، وایی چې د مرستې او د مرستو انسجام د دوی مسؤلیت دی. ښاغلی فرهاد وايي کلونه وړاندې د جهاد پر وخت پاکستاني حکومت له افغان کډوالو سره ډیرې مخلصانه مرستې کړې وې او اوس دا وخت رارسیدلی چې افغان دولت باید هغه پور پر ځای کړي.

نوموړی وایی چې د پکتیکا په برمل، ارګون او سروبي ولسوالیو کې شاوخوا۳۰۰۰ کورنۍ میشتې دي چې دوی د مرستو د انسجام لپاره یو پلاوی لیږلی دی.

خو نوموړی اندیښنه ښیي چې د دوی د مرستو پر مخ لوی خنډ امنیتي ستونزې دي چې په خوست او پکتیکا کې ورسره لاس او ګریوان دي.

ګلران دښته هغه سیمه ده چې د جهاد پر وخت په کې د ښکیلو خواوو له لوري مورچې جوړې شوې او اوس دا اندیښنه موجوده ده چې د دغې سیمې په بیلابیلو ځایونو کې پخواني ماینونه ځای پر ځای دي چې د ګډوالو لپاره لویه امنیتي ستونزه ده.

ورته مطالب