اشرف غني د دويم پړاو ټاکنو لومړنیو پایلو کې مخکښ اعلان شو

د انځور حقوق AFP
Image caption ټاکل شوې د نوي ولسمشر د لوړې مراسم د کوچني اختر پر پنځمه ترسره شي او واک په رسمي ډول له اوسني ولسمشر نه نوي ولسمشر ته وسپارل شي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي د ولسمشرۍ په دويم پړاو ټاکنو کې چې له جنجالونو سره ملې وې اشرف غني احمدزي د ټولو اچول شويو ۸۱۰۹۴۹۳ رايو ۵۶.۴۴ سلنه او سيال يې عبدالله عبدالله ۴۳.۵۶ سلنه رايې خپلې کړې دي.

د دغه کمېسيون مشر احمد يوسف نورستاني وويل، اشرف غني احمدزي ۴۴۸۵۸۸۸ رايې وړي او سيال يې ډاکټر عبدالله عبدالله۳۴۶۱۶۳۹ رايې خپلې کړي، خو ښايي په ټاکنو کې د شويو درغليو له څېړلو وروسته په دغو پايلو کې ادلون بدلون راشي.

د ټاکنو کمیسیون دمالوماتو له مخې، په دویم پړاو ټاکنو کې څه باندې اته میلیونه خلکو رایه اچونه کې برخه اخیستې وه، چې ۳۸سلنه یې میرمنې وې او څه باندې ۶۲ سلنه یې نارینه وو.

د ټاکنو کمیسیون مشر ښاغلی نورستاني په ټاکنو کې دملګرو ملتونو د نقش په اړه ویل چې یواځې یې دسلا مشورې بڼه یې لرله او دوی یې هر کلی کړی دی.

ښاغلي نورستاني وويل چې دا لومړنۍ پايلې دي او د کانديدانو پلويان دې له زغم څخه کار واخلي.

نوموړي په خپلو خبرو کې ټنیګار کاوه، چې د ټاکنو د پایلو په اعلان کې یې هیڅ ډول فشار نه دی منلی.

د ټاکنو کمیسیون دمالوماتو له مخې، د دویم پړاو ټاکنوپه ورځ ۲۲۷۷۸ د رایو محلونه پرانیستې وو، چې دنژدې ۳۰۰ محلونو رایې باطلې اعلان شوې دي.

د افغانستان د ولسمشرۍ دويم ځلي انتخابات د غبرګولي يا جوزا پر ٢٤مه وشول، خو تر انتخاباتو څو ورځې وروسته ډاکټر عبدالله په ټاکنو کې د پراخو درغليو ادعا وکړه او داسې ویل کیږي، چې له همدې امله د لومړنیو پایلو اعلان څو ورځې وځنډیده.

ټاکل شوې وروستۍ پایلې نژدې درې اونۍ وروسته دشکایتونو له ارزولو وروسته اعلان شي.

دارنګه دواړو کاندیدانو هوکړه، چې دشکایتونو کمیسیون به دنژدې ۶۰۰۰ محلونو رایې به له څیړي او بیا به وروستۍ پایلې اعلانیږي.

۶۰۰۰ محلونه

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د معترض نوماند عبدالله عبدالله او د اشرف غني احمدزي ټاکنيزو ډلو د دويم پړاو ټاکنو د ۷۰۰۰ محلونو رايو بيا شمېرلو پر سر موافقه کړې ده.

دغه موافقه د دواړو ټاکنيزو ډلو د تخنيکي ټيمونو ترمنځ له اوږدو خبرو وروسته شوې ده.

د عبدالله عبدالله د ټاکنيزې ډلې غړي سيد حسين فاضل سانچارکي او د اشرف غني احمدزي د ټاکنيزې ډلې غړې ازيتا رفعت وايي چې د دواړو غاړو تخنيکي ډلو د ۷۰۰۰ محلونو رايو له سره شمېرل تاييد کړي دي.

په دغو محلونو کې هغه صندقونه شامل دي چې ويل کېږي رايې له ۵۹۵ رايو زياتې دي او يا هم په دغو محلونو کې له نارينه و د ښځو ونډه زياته ده.

امريکايي سناتوران

دا هغه مهال و، چې د امريکايي سناتور جان مک کېن په مشرۍ يو پلاوی د انتخاباتي لانجو د حل لپاره افغانستان ته ولاړ او له دواړو نوماندانو سره يې وکتل.

د امريکايي پلاوي ټوله خبره دا وه چې د افغانستان د ولسمشرۍ د دويم پړاو ټاکنو دواړه نوماندان له ناپاکو د پاکو رايو بيلولو ته ژمن دي.

له دغه امريکايي پلاوي وروسته يو بل امريکايي سناتور کارل لېوين چې په مشرانو جرګه کې د امريکا د وسلوالو ځواکونو د کمېټې مشر دی کابل ته ورسېد.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ښاغلي لېوين وويل تمه کوي چې د ټاکنو چارواکي د ټاکنو د پایلو د اعلان تر څنګ د پراخو ادعا شوو درغلیو پلټنه هم وکړي.

خو د اصلاحاتو او همپالنې ډلې مشر عبدالله عبدالله وايي تر هغه د ټاکنو ابتدايي پايلې ورته د منلو نه دي چې پاکې رايې له ناپاکو رايو بېلې شوي نه وي.

خو د افغانستان د ټاکنو قانون وايي هغه نوماندان چې شکايتونه لري د ابتدايي پايلو له اعلان وروسته دې د ټاکنيزو شکايتونو د ارزولو کمېسيون ته وسپاري.

د ټاکنيزو شکايتونو د ارزولو کمېسيون دنده دا ده چې په ټاکنو کې د شويو درغليو په اړه شکايتونه وڅېړي او وروستۍ پايلې د ټاکنو خپلواک کمېسيون ته وسپاري.

د ولسمشرۍ ټاکنو په لومړي پړاو کې چې وري/ حمل مياشتې پر ۱۶مه نېټه ترسره شوې اته نوماندان سيالۍ ته ولاړ وو، خو يوه هم و نه شو کړای ۵۰+۱ رايې خپلې کړي او د ټاکنو کټونکی اعلان شي.

د افغانستان د اساسي قانون او د ټاکنو قانون پر بنسټ د دويم پړاو ټاکنې د لومړي پړاو د دوو مخکښو نوماندانو ترمنځ ترسره کېږي.

ټاکنيز مهالوېش

د دغو شکايتو د څېړلو لپاره د ټاکنيز مهالوېش له مخې د شکايتونو اورېدو کمېسيون ته کابو دوه اوونۍ وخت ورکړای شوی، چې شکايتونه وڅېړي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ټاکنيز مهالوېش پر بنسټ د دويم پړاو ټاکنو وروستۍ پايلې به د جولای پر ۲۲مه اعلان شي.

خو دا چې د ټاکنو د ابتدايي پايلو اعلان وځنډېد، نو د دې شونتيا شته چې د ټاکنو وروستۍ پايلې هم وځنډېږي.

افغان ولسمشر حامد کرزي بيا بيا ويلي چې واک به پر خپل وخت راتلونکي ولسمشر ته وسپاري.

ټاکل شوې د نوي ولسمشر د لوړې مراسم د زمري/اسد مياشتې پر دويمه، چې د کوچني اختر پنځمه کېږي ترسره شي او واک به په رسمي ډول له اوسني ولسمشر حامد کرزي نه نوي ولسمشر ته وسپارل شي.

ورته مطالب