کندهاریان برېښنا غواړي

Image caption د برېښنا نشتوالي په کندهار کې د صنعتکارانو پر کارونو هم پراخ اغیز پرې ایستی دی

د افغانستان په سویلي ولایت کندهار کې صنعتکاران وايي، چې له تیرو دوو اونیو راهیسې په دغه ولایت کې دبرېښنا نشتوالي د دوی تولیدات نژدې نیمايي ته راکم کړي دي.

پر کندهار او سنګین وروسته له هغه د کجکي برېښنا پرې شوه چې د هلمند په څلور ولسوالیو کې جګړې دغو ولایتونو ته د برېښنا پایې پرې کړې.

د بریښنا شرکت وايي، دغو ولایتونو ته ترهغې د برېښنا مزي نه شي غځولی چې په هلمند کې په بشپړ ډول جګړه پای ته نه وي رسیدلي.

کندهار او هلمند ته برېښنا د کجکي له برېښنا کوټ نه لیږدول شوې.

خو د هلمند په مارجې او سنګین و لسوالیو جګړې ډیری د بريښنا پايې ویجاړې کړي او له تیرو دوو اونیو راهیسې په دغو ولایتونو کې برېښنا نشته.

که څه هم دبرېښنا شرکت وايي چې په ۲۴ ساعتونو کې یې د څو ساعتونو لپاره د لمریزې برېښنا په مرسته ځینې ستونزې هوارې کړي دي، خو خلک بیا د ډیرو ستونزو یادونه کوي.

د دې ترڅنګ د برېښنا نشتوالي په کندهار کې د صنعتکارانو پر کارونو هم پراخ اغیز پرې ایستی دی.

د دغه ولایت یو صنعتکار فیضل الحق مشواڼي وايي چې تولیدات یې نژدې نیمايي ته راښکته شوې دي.

په کندهار کې صنعتي فابریکو ته تر ډېره لمریزه برېښنا ورکول کېږي خو له دوو اونیو راهیسې- له هغه مهاله چې پر کندهار د کجکې برېښنا پرې شوې، د دغو صنعتي فابریکو نیمه لمریزه برېښنا خلکو ته ورکول کیږي.

د برېښنا شرکت وايي، کندهار ته ترهغې د برېښنا مزي نه شي غځولی چې په هلمند کې په بشپړ ډول جګړه پای ته نه وي رسیدلي.

په ورته وخت کې له ترکمنستان نه افغانستان ته د زر میګاواټه برېښنا د لېږد چارې هم روانې دي.

د افغانستان د برېښنا شرکت وايي چې د دغې برېښنا یوه برخه به ودرګ، غزني، زابل او کندهارته ولیږدول شي چې ښايي د برېښنا له پلوه دغو جنوبي ولایتونو ډیرې ستونزې پرې هوارې شي.

ورته مطالب