د شکایتونو کمیسیون له نوماندانو همکاري غواړي

د انځور حقوق AP
Image caption د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون مشر د ټاکنو پر خپلواک کمیسیون سختې نیوکې وکړې.

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د ولسمشرۍ ټاکنو له دواړو نوماندانو غوښتنه کړې چې د عدالت د تامین او د پاکو او ناپاکو رایو تر منځ د توپير لپاره دې له دوی سره همکاري وکړي.

د دغه کمیسیون مشر عبدالستار سعادت خبریالانو ته وویل، د کمیسیون غړي د شکایتونو په څېړلو کې جدي دي خو د نوماندانو له همکارۍ پرته دا کار اسان نه دی.

بل لور ته د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون په خپلو څلورو علني غونډو کې چې پرون پای ته ورسېدې، له دوه زره او پنځه سوه زیات شکایتونه څېړلي دي.

لکه چې سمیع الله موسی زی لیکي، د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون چارواکي وايي د ټاکنو د کمیسیون له خوا تر سره شوي اجرائات نه شي کولی د ولسمشرۍ ټاکنو مشروعیت را منځته کړي.

د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون مشر عبد الستار سعادت د ټاکنو پر کمیسیون سختې نیوکې وکړې.

"له بده مرغه په ټاکنو کې درغلۍ او خلاف ورزۍ شوې دي. باید د ټاکنو کميسیون هڅه کړې وای دا ګندګۍ پاکې کړي. خو له بده مرغه دوی په دې برخه کې ګام وانه خیست چې دا کار ټاکنې نا مشروغ کولی نه شي خو د هغوی دې چارې د شکایتونو د کمسیون دنده ګرانه کړې ده."

ښاغلي سعادت د ولسمشرۍ ټاکنو له دواړو نوماندانو وغوښتل چې د پاکو او ناپاکو رایو په جلا کولو کې له کمیسیون سره همکاري وکړي.

"زموږ هیله او تمه دا ده چې نوماندان له موږ سره همکاري وکړي. د اصلاحاتو او همغږۍ له ډلې مې دا غوښتنه ده که دوی رښتیا هم غواړي چې پاکې رایې له باطلو ګوښې شي نو موږ هوډ لرو چې همدا کار وکړو او موږ هڅه کوو چې عدالت پر ځای شي."

د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون مشر دا څرګندوې یوه ورځ وروسته له هغه کوي چې د دغه کمیسیون علني جلسې پاي ته ورسېدې.

په دغو علني غونډو کې د ولسمشریزو ټاکنو د دویم پړاو اړوند شکایتونه وڅېړل شول.

د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون ویاند د دغه کمیسیون د څلورمې علني جلسې په پایله کې د شویو پریکړو په اړه وویل: "په دې غونډه کې د سویل لوېدیځې حوزې څلور سوه او پنځه اویا (۴۷۵) شکایتونه وڅېړل شول. په اتو قضیو کې د نغدي جریمې پرېکړه وشوه او درې سوه او نوي(۳۹۰) قضیې د څیړلو وړ ونه ګڼل شوې. اته موارد استثنايي قضیې وې او پنځه دېرش مواردو کې د رایو په باطلولو پرېکړه وشوه."

د ټآکنیزو شکایتونو د کمیسیون چارواکي وايي په څلورو علني جلسو کې یې له دوه زره او پنځه سوه زیات شکایتونه څېړلي دي.

ورته مطالب