جان کېري له حامد کرزي او دواړو نوماندانو سره وکتل

د انځور حقوق
Image caption د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري له افغان حامد کرزي او جان کېري د ټاکنيز جنجال د حل په موخه د ملګرو ملتو د وړانديز او نورو انتخاباتي مسايلو پر سر خبرې وکړې.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري چې افغانستان ته د ټاکنيز کړکېچ د هواري په موخه تللی له ولسمشر حامد کرزي او د ولسمشريزو ټاکنو له نوماندانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله سره وکتل.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري له افغان ولسمشر حامد کرزي سره د ټاکنيز جنجال د حل په موخه د ملګرو ملتو د وړانديز او نورو انتخاباتي مسايلو پر سر خبرې کړې دي.

له ارګ نه په خپره شوې اعلاميه کې دا نه ده روښانه شوې، چې د ملګرو ملتو کوم وړانديز، خو په وروستيو کې د ملګرو تازه وړانديز دا و، چې د ۸۰۰۰ صندوقونو رايې دې له سره وشمېرل شي.

ولسمشر کرزي ويلي چې د افغانستان د قانوني بنسټونو په چوکاټ کې او له دواړو نوماندانو سره په تفاهم کې د ټاکنيز کړکېچ د هواري هره لار ورته د منلو ده.

ولسمشر کرزي په دې برخه کې د ملګرو ملتو د رول هرکلی کړی او يو ځل بيا يې ټينګار کړی چې د نوي ولسمشر د لوړې مراسم به له مهالوېش سره سم د زمري پر ۱۱مه ترسره کېږي.

له نوماندانو سره کتنه

د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو نوماند اشرف غني احمدزی وايي، په پراخه کچه د ناندریزو رایو د بیا شمېرلو ملاتړ کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر جان کېري سره د خبرو پر مهال ښاغلي احمدزي ويلي، دی او ملاتړي یې غواړي باوري کړي چې د ټاکنو بهیر د افغانانو او نړیوالو باور له ځانه سره ولري.

له ښاغلي عبدالله سره د امريکا د بهرنيو چارو د وزير د ليده کاته په تړاو ډېر جزييات لا مخې ته نه دي راغلي خو د ښاغلي عبدالله وياند فضل رحمان اوريا بي بي سي ته وويل چې دا کتنه په ښه او پرانيستې فضا کې وشوه.

د رويټرز خبري آژانس وايي ښاغلي کېري له عبدالله عبدالله سره له کتنې وروسته وويل "موږ يو موټى، ټيکاومن او ولسواک افغانستان غواړو. دا مهمه ده هر هغه څوک چې ولسمشر کېږي، افغانان يې د داسې يوۀ مشر په توگه په رسميت وپېژني چې د مشروع بهير له لارې واک ته رسېدلى، او د هغه حکومت خلک يو موټى او په راتلونکې کې يې مشري وکړي."

تېره ورځ د ولسمشرۍ ټاکنو د یوې حل لارې په توګه د ملګرو ملتونو له خوا ولسمشر کرزي ته وړاندیز شوی چې ۸۰۰۰ صندوقونه دې بیا وکتل شي.

خو دا لا نه ده کره شوې چې اشرف غني احمدزي د همدغو ۸۰۰۰ صندقونو بيا شمېرلو ملاتړ کړی او که د هغو څه دپاسه ۷۰۰۰ محلونو چې د عبدالله عبدالله او اشرف غني تخنيکي ډلو پرې څو ورځې وړاندې موافقه کړې وه.

ښاغلی کېري داسې مهال افغانستان ته تللی، چې څو ورځې مخکې د امریکا متحدو ایالتونو دواړو سیالو کاندیدانو ته خبرداری ورکړ، چې له غیر قانوني لارو د واک تر لاسه کول به له افغانستان سره نړیوال مالي او امنيتي ملاتړ له ګواښ سره مخامخ کړي.

ورته مطالب