کندهار کې چاودنې د یوې کورنۍ ۸ غړي وژلي

د انځور حقوق AFP
Image caption د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازي دفتر یونما پخپل شپږ میاشتني راپور کې وړاندې ویلي وو، د روان ۲۰۱۴ میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې کچه ۲۴ سلنه زیاته شوې ده.

د افغانستان سوېلي کندهار ولایت پنجوايي ولسوالۍ کې د ماین چاودنې لږترلږه اته ولسي وګړي وژلي او دوه یې ټپیان کړي دي.

د پنجوايي امنیه قومندان سمونمل سلطان محمد وايي، چاودنه د میوند او پنجوايي ولسوالیو ترمنځ‎ په نوروز سیمه کې د ملکي وګړو پر یوې سراچې د شنبې پر ورځ سهار لس بجې شوې ده.

نوموړی وايي، په وژل شویو کې پنځه مېرمنې او درې نارینه دي، او ټپیان دوه ماشومان دي.

امنیه قومندان د دې چاودنې پړه پر وسله والو مخالفانو اچوي، خو تر دې مهاله د چاودنې پړه چا نه ده منلې.

کندهار کې زموږ همکار مامون درانی وايي، دا په تېرو څو میاشتو کې پنجوايي کې د خپل ډول لومړنۍ خونړۍ پېښه ده.

پنجوایي چې د کندهار لوېدیځ پلو ته په ۳۵ کیلومترۍ کې پرته ولسوالي ده، په دې وروستیو کې نسبتاً د دې ولایت نارامه ولسوالي بلل کېده.

د دې ولسوالۍ چارواکو د ماین موندلو لپاره شپږ میاشتې په سیمه کې چاڼیز عملیات وکړل، چې په پایله کې یی زرګونه ماینونه شنډ او له منځه یووړل شول.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه د کندهار پېښه تایید کړې ده.

د انځور حقوق
Image caption محمد نبي نن سهار لس بجې د سنګین لسوالۍ شکر شيلي سیمه کې ووژل شو.

ویناپاڼه وايي، په دې غمجنه پېښه کې په وژل شویو کې ټول وژل شوي د یوې کورنۍ غړي دي، چې څلور پکې ښځې او ټپیان دوه ماشومان دي.

تېره اونۍ، په وسلو سمبالو ۲۲ ځانمرګو برید کوونکو د کندهار پر امنیه قومندانۍ او د والي پردفتر هم مهاله بریدونه وکړل، چې تر دوو ساعتونو نښتې وروسته د برید کوونکو په ګډون ۳۱ کسان پکې ووژل شول.

هلمند

د ناامنیو په یوه بله پېښه کې د هلمند د سنګین ولسوالۍ د برېښنا امر حاجي محمد نبي نن سهار په یوه چاودنه کې ووژل شو.

چاودنه د سنګین ولسوالۍ شکر شیلي په سیمه کې شوې ده.

ننګرهار

بل خوا، د افغانستان په ختيځ ننګرهار ولایت کې نن ګهیځ د سړک غاړې ماین په چاودنه کې لږترلږه دوه کسان وژل شوي او یو ماشوم ټپي شوی.

د ننګرهار د والي ویاند احمد ضیاء عبدلزي ویلي، چاودنه د د جلال اباد ښار په ختیځ کې د ملي اردو د یوه موټر له تېرېدا وروسته شوی، چې په یوه کرولا کې ناست یو پولیس و یو ولسي وګړی وژل شوي.

پکتیا

بل لوري ته، د پکتیا څمکنیو ولسوالۍ کې د بازار د ننه چاودنې لږترلږه نهه کسان ټپیان کړي، خو شل دقیقې یوه بله چاودنه هم شوې، چې څوک پکې نه دي خوږ شوي.

په افغانستان کې د وسله والو طالبانو د پسرلنیو عملیاتو په پیلېدو سره ناامنۍ ډېرې شوې دي.

ولسي تلفات

د انځور حقوق AP
Image caption په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ 'یونما' بي بي سي ته ویلي، چې د ۲۰۱۳ کال په لومړیو درو میاشتو کې د مخکني کال د همدې مودې په پرتله افغانستان کې ولسي مرګ ژوبله ۳۰ سلنه لوړه شوې ده.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازي دفتر یونما پخپل شپږ میاشتني راپور کې وړاندې ویلي وو، د روان ۲۰۱۴ میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې کچه ۲۴ سلنه زیاته شوې ده.

د دغه بنسټ په وینا، د خښو شویو ماینونو او نا چاوده توکو په پرتله د یو لړ نښتو او ډزو له امله ولسي وګړو ته ډېره مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه څېړنه چې د ۲۰۱۴ کال د جنورۍ له میاشتې د جون تر ۳۰ مې نېټې ترسره شوې، ښيي چې په همدې موده کې څلور زره، اته سوه دري پنځوس تنه د تاوتریخوالی په پېښو وژل شوي او درې زره دوه سوه نهه اتیا تنه نور ټپیان شوی چې په دې توګه ۱۷ سلنه وژنه او ۲۸ سلنه د ټپي کیدنې کچه زیاته شوې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ 'یونما' بي بي سي ته ویلي، چې د ۲۰۱۳ کال په لومړیو درو میاشتو کې د مخکني کال د همدې مودې په پرتله افغانستان کې ولسي مرګ ژوبله ۳۰ سلنه لوړه شوې ده.

ورته مطالب