"افغان نوماندان د ملي يووالي حکومت جوړوي''

د انځور حقوق AFP
Image caption په ټاکنو کې اچول شوې ټولې رایې به سل په سلو کې څیړل کېږي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنو له دواړو کاندیدانو ډاکټر اشرف غني احمدزي او ډاکټر عبدالله عبدالله سره یوې ګډې خبرې غونډې ته وویل چې دوی له دوو ورځو خبرو اترو وروسته سره سلا شول چې د افغانستان د ولسمشرۍ په دویم پړاو ټاکنو کې ټولې اچول شوې رایې به له سره څېړل کېږي.

نوموړی چې افغانستان ته د ټاکنیزو لانجو په هوارولو کې د منځګړیتوب لپاره راغلی دی وویل چې په تېرو دوو ورځو کې له افغان چارواکو او د ولسمشرۍ له کاندیدانو سره په جدي او اغېزمنو خبرو کې ښکېل و چې په وینا یې په افغانستان کې د یووالي لپاره د حل یوه لار پیدا کړي.

ښاغلي کېري وویل هغسې چې ولسمشر بارک اوباما ویلي دا د دوی دنده نه ده چې وټاکي په افغانستان کې دې مشري څوک وکړي.

ښاغلي کېري زیاته کړه چې امریکا د افغانستان د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د هېڅ یوه کاندید ملاتړ نه دی کړی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل د افغانستان د ولسمشرۍ دواړو کاندیدانو ژمنه وکړه چې د خلکو رایو ته به درناوی کوي او دواړه سره سلا شول چې د ټاکنیزو درغلیو په اړه دې جدي پلټنې وشي.

ښاغلي کېري ډاکټر اشرف غني احمدزی او ډاکټر عبدالله عبدالله هېوادپاله افغانان وبلل او زیاته یې کړه چې د څیړنې بهیر په په کابل کې په راتلوونکو ۲۴ ساعتونو کې پیل شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د رایو د څیړنې بهیر به د نړیوالې ټولنې او د دوی له خوا په جدي ټول څارل کېږي او په پایله کې یې چې هر کاندید ګټوونکی شو هغه به د ملي یوالي حکومت جوړوي.

هغه وویل دا څیړنه به وخت ونیسي ځکه نو له ولسمشر حامد کرزي غوشتل شوي چې د لُوړې مراسم وځنډوي.

د ښاغلي کېري په وینا هغه ژمنې چې دواړو کاندیدانو کړي باید عملي شي. جان کېري تېره شپه ناوخته يوه خبري کنفرانس ته وويل دغه موافقه به ګټونکي ته لار پرانيزي چې د ملي يووالي يو حکومت جوړ کړي، "دواړو نوماندانو موافقه کړې ده چې د پلټنې پايلې به مني. د ټاکنو ګټونکی به ولسمشر وي او بريالی نوماند به په سملاسي ډول د ملي يووالي يو حکومت جوړوي". خو په کنفرانس کې د ملي يووالي حکومت د څرنګوالي په اړه ډېر جزييات ور نه کړای شول. مخکې دواړو نوماندانو له يو بل سره د ګډ حکومت خبره رد کړې وه.

اشرف غني احمدزي د ټاکنو په تاريخ کې دا تر ټولو يوه لويه پلټنه وبلله او هرکلی يې وکړ، "موږ دواړو منلې چې د دې څیړنۍ نتیجه به د زړه له کومې نه منو او هر څوک چې د دې څیړنې په نتیجې کې د افغانستان ولسمشر اعلان شي بل ورور به یې د ورور په حیث مني موږ په دې هم موافقه کړې چې پس له دینه چې نتایج اعلان شي د ملي وحدت یو حکومت به په ګټه وي"

د ټاکنو بل نوماند عبدالله عبدالله هم وويل، چې دې تړون ته ژمن دی، "موږ خوشحاله یو چې نن دا موافقي ته موږ رسیدلیو سره تخنیکي موافقت نامه او همدا رنګه سیاسی موافقی ته هم رسیدلی یو چې انشالله یو ځل چې دا پلټنې ترسره شي او په پوره ډول ول ترسره شي انشالله زمینه د ملی وحدت د یو حکومت هم برابره ده".

جان کيري، اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله له ولسمشر کرزي وغوښتل چې د نوي ولسمشر د لوړې مراسمو نېټه وځنډوي او تر بلې نېټې دې خپلې دندې ته دوام ورکړي، چې ولسمشر کرزي هم دغه غوښتنه منلې ده.

د ټاکنو کمېسيون د اعلان له مخې په ابتدايي پايلو کې اشرف غني احمدزي د ټولو څه دپاسه اته ميليونه رايو ۵۶ سلنه او عبدالله عبدالله ۴۴ سلنه رايې خپلې کړې وې.

ورته مطالب