د وکیلانو د خوندیتوب او امتیازاتو قانون طرحه تصویب شوه

Image caption دا لومړی ځل دی چې د ولسي جرګې غړي د یوه قانون طرحه له کوم جنجال پرته په اسانۍ تصویبوي.

ولسي جرګې د وکیلانو د خوندیتوب قانون او ملي شورا د غړو د حقونو د قانون طرحه تصویب کړه.

د ولسي جرګې یوازې د ګوتو په شمار غړو له دغې طرحې سره چې څلور فصلونه او ۲۰ مادې لري مخالفت وښود او نورو ټولو پرې موافقه وکړه.

د دغه قانون په طرحه کې د کاري دورې له پای ته رسیدو وروسته د ولسي جرګې د غړو د امنیت او د هغوی د امتیازاتو د خوندي کېدو لپاره نوې مادې زیاتې شوي دي.

له کابله سمیع الله موسی زی په دې اړه خپل رپوټ کې وايي د دغه قانون بله او لومړۍ برخه د میاشتني معاش، خوندیتوب او د دندې پرمهال د ولسي جرګې د غړو د مسوولیتونو په اړه ده.

د ولسي جرګې د وکیلانو د خوندیتوب د کمیټې غړی حسن صحرايي د دندې له پای ته رسیدو وروسته د وکیلانو د امتیازاتو په اړه وویل: "د دندې له پای ته رسېدو وروسته دوه ساتوونکي ورکول کېږي، سیاسي پاسپورت ورکول کېږي او کورنۍ ته یې د خدمت پاسپورتوته ورکول کېږي، په ټولو رسمي مراسمو کې یې هرکلی کېږي او کولای شي چې د یوه ملي شخصیت په توګه په کې ګډون وکړي. د دندی له پای ته رسېدو وروسته د امتیازاتو په اړه کومه ستونزه نه وه، ټولو غوښتنه لرله چې هر څوک چې په دویم ځال ولسي جرګې ته ځان نه کاندیدوي او رسمي ماموریت ونه لري نو د ژوند تر پایه د اصلي تخواه چې ۱۹۵۰۰۰ ده ۲۵ سلنه ورته په پام کې ونیول شي."

ځیني وايي د ولسي جرګې د غړو له خبرو داسې جوتېږي چې د دغې جرګې د اتلسو کمېټو د غړو ترمنځ هېڅ ستونزه او د نظر اختلاف نه دی رامنځته شوی او دا ځکه دلته د دوی د دندې له پای ته رسېدو وروسته د دوی د امتیازاتو خبره ده.

د ولسي جرګې مشر عبد الرؤوف ابراهیمي قانون د رایې ورکولو لپاره وړاندې کړ او پایله یې په ډاګه کړه.

پایله دا شوه چې د دغه قانون طرحه په څلورو فصلونو او ۲۰ مادو کې د یوازې اتو غړو په مخالفت تصویب شوه.

د هغو کسانو په ډله چې د دغه قانون له طرحې سره یې مخالفت کوي یو هم بکتاش سیاوش دی چې وايي له دغه قانون سره ځکه مخالف دی چې هغه د اساسي قانون د حکم سره په ټکر کې دی.

نوموړي وویل: "زه د وکیلانو د حقونو او امتیازونو په نامه له دغه قانون سره ځکه مخالف یم چې د افغانستان ټول اتباع د اساسي قانون له مخې یو شان حقونه لري، او د وکیلانو په نوم د یوې ډلې استثنا کول او هغوی ته امتیاز ورکول له اساسي قانون سره په ټکر کې دی."

دا لومړی ځل دی چې د ولسي جرګې غړي د یوه قانون طرحه له کوم جنجال پرته په اسانۍ تصویبوي.

له دې وړاندې داسې هم شوي چې د ډېرو مهمو قوانینیو د طرحو تصویب تر څو کلونو ځنډیدلي دي.

ورته مطالب