۴۱٪ افغان ماشومان له خوارځواکۍ سره مخامخ دي

د انځور حقوق
Image caption د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د ۲۰۱۳ زیږدیز کال موندنې او څیړنه د خوارځواکۍ له پلوه له پنځو کالو په کم عمر لرونکو ماشومانو، پېغلو میندوارو مېرمنو او د پاخه عمر پر لرونکو کسانو ترسره کړي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایې د دوې نوې څیړنې ښیي چې د میندو او ماشومانو د روغتیا په برخه کې د بریاوو ترڅنګ لا هم ډیری ماشومان د ودې له مټه والي او ډنګرتوب سره اخته دي.

دغه وزارت وایې چې اوس مهال ۴۰،۹ سلنه ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي چې په ۲۰۰۴ کال کې دغه کچه ۶۰،۵ سلنه وه.

په کابل کې زموږ همکار زمزمه نیازۍ وايي، د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د ۲۰۱۳ زیږدیز کال موندنې او څیړنه د خوارځواکۍ له پلوه له پنځو کالو په کم عمر لرونکو ماشومانو، پېغلو میندوارو مېرمنو او د پاخه عمر پر لرونکو کسانو ترسره کړي.

دغه څېړنې چې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې ترسره شوي، د عامې روغتیا وزیره ثریا دلیل وایي په دې څېړنه کې د افغانستان له ګوټ ګوټ نه نژدې ۱۹ زره کورنۍ پوښتل شوې دي.

نوموړې وایي د ماشومانو خوارځواکي هغه څه دي چې د ماشومانو ژوند ګواښي:

''د روغتیا له پلوه تر پنځو کلونو د ټیټ عمر ماشومانو یا ماشومتوب د مړینې شاوخوا ۴۵ سلنه یا تقریبا نیمه برخه یې له د ماشوم د تغذیې له وضعیت سره نژدې تړاو لري. نو د ماشومانو په خوړو کې ښه والی د دې لامل کېږي چې نژدې پنځوس سلنه یا نیمايي برخه یې د ماشومانو د مړینې د ارزونې لامل وګرځي.

۲۵۰ زره ماشومان

په دې مانا، چې په افغانستان کې د ماشومانو د تغذیې د ښه کېدو سربېره، که دغې برخې ته کار وشي نو هر کال به په افانستان کې به نژدې د ۲۵۰ زره ماشومانو ژوند وژغورل شي''.

اغلې دلیل زیاتوي، افغانستان د سیمه ییزو هېوادنو لکه پاکستان هند او بنګله دېش په پرتله د خوارځواکۍ په برخه کې د اندیښنې وړ هېواد بلل کېږي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ثریادلیل وايي، افغانستان د سیمه ییزو هېوادنو لکه پاکستان هند او بنګله دېش په پرتله د خوارځواکۍ په برخه کې د اندیښنې وړ هېواد بلل کېږي.

په دغه موندنه کې د پوښتل شویو کسانو د ونې اندازه، وزن، د وینې معاینات او د روغتیا په اړه یو لړ مرکې شوي او دا څرګنده شوې هغه ماشومان چې په ماشوموالي کې په خوارځواکۍ اخته شوي کله چې ستر شوي هم دي نو د هغوی پر اقتصادي برخه یې هم اغېز کړی.

دوی وايي هغه ځوانان چې په کوچنیوالي کې په خوارځواکۍ اخته شوي لاسته راوړنې یې له هغو ځوانانو چې دغه ناروغي یې نه ده تېره کړې، ۱۷ سلنه کمې دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزیره وایې جګړو، سیلابونو، زلزلو او نورو طبیعي پېښو، بېلابېلې ناروغۍ لکه شری، توره ټوخلې او نس ناستی په ماشومانو کې ډېرې کړي چې له همدې امله دغه ماشومان په خوارځواکۍ هم اخته کېږي.

نوموړې زیاته کړه دوی به د دغو شویو څېړنو او ارزونو نه په ګټې اخیستنې سره به خپلې هڅې د خوارځواکۍ د مخنیوي او له منځه وړلو په برخه کې کار واخلي.