د ولسمشرۍ دواړو نوماندانو له یوه بل سره خبرې کړې

د انځور حقوق non
Image caption د ښاغلي احمدزي ټاکنیز بنسټ په دې اړه ډېر جزیات رانکړل، خو شوې خبرې یې ګټورې او جوړونکې وبللې.

د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د دویم پړاو ټاکنو دوو مخکښو نوماندانو د لومړي ځل لپاره دوه په دوه خبرې کړې دي، د دغې ناستې بشپړ جزیات نه دي پر ډاګه شوي خو د ښاغلي احمدزي د ټاکنیز بنسټ چارواکو ویلي چې په دغه غونډه کې د رایو د بیا شمېرنې او د ملي یوالي د حکومت پر اړه خبرې اترې شوې دي. د ناستې کوربه ښاغلی احمدزی و. راروانه ناسته به دوې ورځې وروسته د ښاغلي عبدالله په کور کې وشي

مصطفی سالک له کابله خپل رپوټ کې کاږي، چې اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله دوه په دوه د نژدې یوه ساعت لپاره د ښاغلي احمدزي په کاله کې یو له بل سره خبرې وکړې.

د ښاغلي احمدزي ټاکنیز بنسټ په دې اړه ډېر جزیات رانکړل، خو شوې خبرې یې ګټورې او جوړونکې وبللې.

د اشرف غني احمدزي د ټاکنیز بنسټ یوه ویاند حمید الله فاروقي وویل د ټولو رایو بیا شمېرل او ارزول له هغو خبرو وه چې په دغه ناسته کې وڅیړل شوې.

ښاغلي فاروقي دې پوښتنې ته څرګند ځواب ونه وایه چې ایا په دغه ناسته کې د ملي یووالي د حکومت د اډانې ټاکلو پر اړه هم خبرې وشوې که نه،خو اشرف غني احمدزي پرون اسوشیتید پریس ته نن ورځ په ګوته کړې وه چې په دې اړه به له ښاغلي عبدالله سره غږیږي.

ښاغلي فاروقي وویل چې راروانه ناسته به دوې ورځې وروسته د ښاغلي عبدالله په کاله کې تر سره کېږي.

دا ناستې وروسته تر هغې کېږي چې ۳ ورځې مخکې د امریکې د دفاع وزیر جان کېری په منځګړتوب دواړو نوماندانو یو شمېر هوکړې وکړې. د ښاغلي عبدالله ټاکنیز بنسټ هم ننۍ خبرې ګټورې وبللې.

د جوزا د ۲۴ نیټې تر ټاکنو مخکې د دواړو نوماندانو تر منځ واټن یو څه ډېر شوی و، خو تر ټاکنو نژدې ۴ ورځې وروسته ښاغلي عبدالله له ټاکنیز بهیر سره چورلټ شلون اعلان کړ، چې ورسره دغه بهیر له خنډ سره مخامخ شوی وبلل شو.

د دویم پړاو تر لومړیو پایلو جوتیدو وروسته خبره دې کچې ته ورسیده چې ښاغلي عبدالله وویل د ټاکنو کمیسیون پریکړه نه مني او ځان یې له خپله اړخه ګټونکی اعلان کړ.

د تېرې جمعې پر ورځ ښاغلی کېري کابل ته راغی او تر ۴۸ ساعته خبرو اترو وروسته یې له دواړو نوماندانو سره یو ځای یوې غونډې ته وویل چې دواړو نوماندانو د رایو په بیا شمېرنه او د یوه ملي حکومت په جوړولو هوکړه کړې ده.

ورته مطالب