د شعر ژباړه..... شوني او ناشوني

د انځور حقوق
Image caption هره ژباړه، ژباړل شوې ژبې او کورني ادب ته یو نوی څیز ورکوي

'د ناشنا برخه: د ژباړې شعر کول او د شعر ژباړل' د لیکوال، شاعر او ناقد کاظم جهاد هغه کتاب دی، چې د شعر د ژباړلو او د نثر د شعر کولو په اړه یې مینه والو ته مهمې لارښوونې کړې دي.

دغه کتاب پر درو برخو وېشل شوی، چې لومړۍ هغه یې یوې ناشنا ژبې ته د بلې ژبې ناشنا شعر ژباړلو په باب ده، د ژباړن لپاره یې د شعري ژباړې بریدونه، شونتیاوې او ناممکن بریدونه په ډاګه کړي. خو په دویمه برخه کې یې د منځنیو پېړیو پرمهال د عربي شعر د ژباړې کمښت ته اشاره کړې او درېیمه او وروستۍ برخه یې د هغو اروپايي شعرونو پرتلې کولو ته ځانګړې کړې، چې عربي ژبې ته ژباړل شوي، او د یوه ناقد په سترګه یې څېړلي دي.

له یوې ژبې نه بلې ژبې ته د شعر د ژباړې په اړه بېلابېل نظرونه دي، او په دې ستونزمنه لار کې ډېرې لوړې او ژورې د سړي مخې ته راځي، که چېرې په معنا کې ستونزه نه وي، په جوړښت او الفاظو کې خو ارومرو سړی له ربړې سره مخامخ کېږي.

د شعر ژباړه نه یوازې د یوې لویې وچې لوستونکي د منظوم ادب او مضامینو لېږدول د بلې لویې وچې د اوسېدونکو ادب ته ور ډېرول وي.

د شعري قصیدې ژباړه نه یوازې په لغوي جوړښت او د مفهوم په انتقال کې تمامېږي، بلکې هغه غږونه او د وزن او بحر هغه باطني جوړښت هم پکې مهم دی، چې منظومه ټوټه په لانور ښکلي پسول سینګاروي.

که څه هم د شعر په ډګر کې ژباړه روانه ده، خو د بشري ډلو ترمنځ د دغه اړین منځګړي د ډېردو اړتیا د هنري او ادبي رنګ ارزښت ورځ تر بلې د انساني ټولنو د نژدېوالي په ډګر کې ډېرېږي.

(ژباړن خاین دی)

که څه هم د (ژباړن خاین دی) مقوله پر هر ژباړن نه تطبیقیږي، خو د ادبي ټوټو په تېره بیا منظوم ادب او شعر ژباړن تل پخپله ژباړه کې "امین" نه پاتې کېږي، بلکې په مسلکي ډول ارومرو د "خیانت" لوري ته په لا شعوري ډول راښکل کېږي.

د شعر ژباړن باید تر ډېره د شعر باطني او خوځنده اړخ نقلولو ته ډېر پام وکړي، هغه غږیز او څپه لرونکي عناصر هم هېر نه کړي، چې په هر شعر کې نغښتل شوي وي.

هره ژباړه، ژباړل شوې ژبې او کورني ادب ته یو نوی څیز ورکوي، له بهر سره د سیمه ییز ادب اړیکه پراخېږي، خو دا چې په شعر کې د تورو راټولول هدف نه دی، بلکې ارزښتناک پکې معنا، احساس او هغه باطني انځور دی، چې د بشري نفس باطني احساس پکې ساه اخلي.

ځینې ادبي ژباړه که د نثر هم وي لېونتوب بولي. د شعر ژباړل ګران ځکه بولي، چې په شعر کې په لږو الفاظو ډېر مفاهيم افاده کېږي او دغه الفاظ بيا د شعر د توليد له ژبې سره ډېر ارتباط لري، د شعر موسيقي له ژبې سره ارتباط لري، د شعر انځورونه له ژبې سره ارتباط لري، مفاهيم له فرهنګ سره ارتباط لري، دا يو بې ژبې او يوۀ بل فرهنگ ته اړول ډېر ګران کار دى‎، ژباړه ستونزمنه ده مګر د فرهنګونو ترمنځ د تفاهم يوازينۍ وسيله ژباړه ده. نو که ژباړه هر څومره ناقصه هم وي بيا هم د ضرورت د رفع کولو لپاره خدمت کوي.

د غزل او نظم په ژباړلو کې ستونزې زياتې دي، غزل خصوصاً او نظم په عام ډول د کلماتو ترمنځ د موسيقۍ ارتباط ته ډېر اهميت ورکوي، په ژباړه کې دغه موسيقي له منځه ځي، ځينې ژباړونکي هڅه کوي چې په ژباړه کې همدا موسيقي پيدا کړي که څه هم له کلماتو فاصله واخلي.

جان دنهام وايي شعر یو غیر ظاهري روح لري، چې په قالب کې د اچولو پرمهال له یوې ژبې وبلې ته د انتقال پرمهال پټېږي، پر همدې بنسټ انګلیسي شاعر پیرسي چیلي پر دې اند دی، چې: "د شعر ژباړل یوه وچه هڅه ده، لکه له یوې خړوبې ځمکې چې د ګل بوټی یوې وچې خاورې ته ولېږدوې".

د شعر ژباړه د يوۀ ژباړونکي لپاره تقريباً د يوه عذاب حيثيت هم بلل شوی دی.

که څه هم پښتو ژبې ته د شعر د لومړنۍ ژباړې کره وخت نه دی په ډاګه شوی، خو ځینې پښتو ته د ژباړې لړۍ د ابو محمد هاشم له خوا د خپل استاد ابن خلاد د يوه عربي شعر په پښتو کولو سره بولي چې وايي:

دغه مطلب د عمر خیام پر هغه څلوریزه غزل رانغاړي، چې عبدالباري جهاني پښتو کړی دی:

عمر خیام:

عبدالباري جهاني:

ورته مطالب