طالبانو پکتیا کې د کرزي پر ځانګړي ګارد برید کړی

د انځور حقوق ARG
Image caption ټاکل شوې وه، حامد کرزی د پکتیکا ارګون ته د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږي لپاره ولاړ شي.

د افغانستان جنوب ختیځ پکتیا ولایت زرمت ولسوالۍ کې د ولسمشر حامد کرزي پر امنیتي ډلې طالبانو برید کړی، چې څلور ساتونکي پکې ټپیان شوي.

د ولسمشر حامد کرزي ویاند ایمل فیضي بي بي سي ته ویلي، دغه ګارد د پکتیکا ارګون ولسوالۍ ته د حامد کرزي له سفر مخکې روان وو، چې برید پرې وشو.

ښاغلي فیضي دا هم وویل، چې د حامد کرزي د ساتونکو او طالبانو ترمنځ په نښته کې د حامد کرزي څلور ساتونکي ټپیان شوي.

دی وايي، د پولیسو او اردو په همکارۍ د طالبانو برید شا ته تمبول شوی دی.

د پکتیا امنیه قومندان مل پاسوال زلمي اوریاخېل بي بي سي ته پېښه تایید کړه، خو وویل چې دغه امنیتي ډله له دوی سره له همغږۍ پرته له ګردیز ښاره زرمت ته تللې ده.

نوموړي وویل، د ابتدايي معلوماتو له مخې، تر اوسه په دې پېښه کې دوه کسان ټپیان شوي.

اوریاخیل دا هم ویلي، چې دغه ډله د دې پرځای چې د زرمت پر عمومي سړک پکتیکا ته ولاړ شي، د زرمت سهاکو پر هغه سیمه او کلي ور برابر شوي، چې د طالبانو پوره نفوذ پکې دی.

په سیمه کې زموږ خبریال احسان الله مهجور وايي، له کابله پر هغو لسګونو موټرو د زرمت ولسوالۍ په سهاکو سیمه کې طالبانو هغه مهال برید وکړ، چې د سیمه ییزو خلکو په وینا لاره یې غلطه کړې وه.

مهجور د سیمه ییزو خلکو او عیني شاهدانو له قوله بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته د تیلیفون پر کرښه وویل، په دې کتار کې د مرمۍ ضد موتر هم وو، خو فلانکوچونه او کومانډو عسکر هم پکې لیدل شوي.

د سیمې خلکو زموږ خبریال ته ویلي، چې په دې کاروان کې ښځې هم مالومېدې، چې شاید پولیسې به وې.

د زرمت امنیه قومنداني وايي، دوی ته له مخکې د دغه کاروان د ورتګ په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

د زرمت سهاکو سیمې چارکلا کلي کې ډېر کله طالبان محکمه هم جوړوي.

طالبانو ددغه برید مسؤولیت منلی، خو ادعا کوي، چې د کرزي خاص ګارد ته یې مرګ ژوبله اړولې، خو دغه ادعا تر اوسه چا نه ده منلې.

د پنجشنبې پر ګهیځ په وسلو سمبالو ځانمرګو برید کوونکود کابل هوايي ډګر پر پوځي برخې د برید لپاره هوايي ډګر ته څېرمه یوې نیمه جوړې شوې ودانۍ ته ختلي وو، چې تر پنځه ساعته نښتې وروسته ووژل شول.

ورته مطالب