کندهار کی"لشکرطیبه او د برما ترهګره ډله" جنګېږي

د انځور حقوق Getty
Image caption ښاغلی اطرافي وایي پاکستاني، چیچنيایي او د برما ترهګريزو ډلو په ښوراوک ولسوالۍ کې د بریدونو قومانده پر غاړه درلوده.

د کندهار امنيتي چارواکي وايي، د تېر پر خلاف په دغه ولایت کي د جګړې په لیکو کې د بهرنیو وسله والو پراخ شتون زیات شوی دی.

د کندهار د امنيت مشر، سمونوال رحمت الله اطرافي وایې چي تر دې وړاندې د افغانستان ګاونډیانو د افغاني طالبانو سره یوازی پوځی او مالي مرسته کوله خو اوس په دغه لیکو کي د بهرنیو وسلوالو شمېر زیات شوی دی.

ښاغلی اطرافي وایي، تېره شپه لسګونو پاکستاني، چیچنيایي او د برما ترهګريزو ډلو په ښوراوک ولسوالۍ کې د بریدونو قومانده پر غاړه درلوده.

د ده په وینا، دغه بریدونه د ډیورنډ کرښې د هعې غاړی څخه رهبري کېدل.

ښاغلی اطرافي وایي چې دتېرې شپې په بریدونو کې د پاکستان د ترهګرې ډلې لشکر جنګوي د ځانمرګيو روزونکی انجينر راشد پنجابی ټپي شوی او د برما د ترهګرې ډلې یو قوماندان ابوالظاهر حنيفي د خپلو پنځو ملګرو سره وژل شوی دی.

د امنيت امر وايی، په دغه جګړه کې ۷۰ تنه وسله والو برخه اخيستې وه چې د ۱۵ جسدونه يې د جګړې په ډګر کې پراته دي.

که څه هم په کندهار کې د وسله والو مخالفينو په لیکو کې د بهرنيو جنګیالو شتولی څه نوې خبره نه ده، خو دا لومړی ځل دی چې د پاکستاني ملېشو تر څنګ د لشکر جنګوي اورپکي او د برما ترهګرې ډلې جنګیالي د مخالفينو سره یو ځای د افغان دولت پر ضد جګړه کوي او هم يې اکمالاتي چارې سمبالوي.

طالبانو په دې اړه لا څه نه دي ویلي، که څه هم په تېر کې یې د خپلو جنګیالیو په لیکو کې د بهرنیانو ګډون رد کړی دی.

څه موده وړاندې په ځپنو افغان رسنیو کې داسې رپوټونه وو چې په عراق کې د اسلامي دولت لپاره جنګېدونکې ډلې(داعش) پلویان هم هڅه کوي په افغانستان کې جګړې ته ور ودانګي او جنګیالي وګوماري.

ورته مطالب