پر اساسي قانون د څار د کمیسون ۳ غړي رد شول

Afghan Parliament د انځور حقوق parliament.af
Image caption پر اساسي قانون د څار د کمیسون غړو په تیرو څلورو کلونو کې پر دغو څوکیو کار کاوه خو دا ځل رد شول.

پر اساسي قانون د څار د کمیسون پخواني مشر ګل رحمان قاضي او د یاد شوي کمیسون دوه تنه غړي محمد امین احمدي او محبوبه حقوقمل ونه توانیدل چې یو ځل بیا له ولسي جرګې د باور رایې واخلي.

دوی په تیرو څلورو کلونو کې پر دغو څوکیو کار کاوه خو دا ځل رد شول.

د غونډې له ایجنډا او قانون سره سم د ولسمشر حامد کرزي لومړي مرستیال محمد یونس قانوني د افغانستان پر اساسي قانون د څار د کمیسون مشر ګل رحمان قاضي او د کمیسون د غړیتوب لپاره دوه تنه غړي، محبوبه حقوقمل او محمد امین احمدي جرګې ته ور وپیژندل، او بیا د پارلماني چارو افغان وزیر همایون عزیزي ددغو دریو تنو لنډ ژوندلیکونه ولوستل.

وروسته وکیلانو له درې واړو نوماندانو څخه د هغو د تیر څلور کلن فعالیت په اړه پوښتنې پیل کړې

وروسته د رایو شمارل هم پیل شول.

په غونډه کې ۱۴۹ وکیلان حاضر وو، چې پنځوس جمعه یو یانې د ګټې رایې ۷۵ وې.

ښاغلي قاضي ۵۲ تاید، ۸۱ رد، او ۵ باطلې رایې واخیستې او ۱۱ رایې سپینې وې. نومړې په دې توګه پر اساسي قانون د څار د کمیسون له بیا مشرتوبه پاتې شو.

د کمیسون د بیا غړیتوب لپاره نوماند محمد امین احمدي ۵۴ تاید، ۸۱ رد، ۲ باطلې او ۲۱ سپنې رایې درلودې چې ونه توانید د ګټې رایې پوره کړي.

همدا راز محبوبې حقوقمل ۴۵ تاید، ۸۶ رد، ۸ باطلې او ۱۰ سپینې رایې لرلې. هغه هم ونه توانیده چې ۷۵ رایې پوره کړي نو رد شوه.

د افغانستان پر اساسي قانون د څار کمیسون په تیرو څلورو کلونو کې د یو شمیر جنجالي مسلو په اړه ولسمشر، ملي شورا او نورو دولتي بنسټونو ته مشورې ورکړې وې.

خو له نننیو پریکړو داسې څرګنده شوه چې د ولسي جرګې غړي له دغه څلور کلن ماموریت نه خوشاله نه و، او د ستونزو په اړه د دری واړو نوماندانو ځوابونو قانع نه کړل.

ورته مطالب