د ولسمشرۍ ټاکنو د رایو ارزونې بهیر بیا پیل شو

Image caption اوس هم مرکز ته د صندوقونو د لېږد لړۍ روانه ده. نورمحمد نور

د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنو د رایو بیا ارزونې په لړ کې رامنځته شوی خنډ او ځنډ له منځه تللی.

چارواکي وايي هغه په ټپه درېدلی حالت اوس له منځه تللی، چې د رایو بیا ارزونې په لړ کې پر رایو پاڼو د لاسلیک د مشروعیت او پېژندنې په لړ کې رامنځته شوی و.

د دوی په وینا اوس دغه لړۍ بېرته په عادي توګه بیا پیل شوې ده. په دې اړه به بشپړ جزیات لږ وروسته په همدې پاڼه کې خپاره شي. له دې مخکې افغان چارواکو ویلي و، چې د رایو پاڼو پر سر د شوي لاسلیک پیژندلو او باور په اړه د دوو نوماندانو د ناظرینو ډلو تر منځ د اختلافاتو رامنځته کېدو لا امله د رایو شمېرلو بهیر په ټپه دریدلی.

د رایو بیا شمېرل د پنجشنبې پر ورځ د چنګاښ په ۲۶ پیل شوې.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویاند نور محمد نور ویلي و، دا اختلاف د دې لامل شو چې پرون ورځ له ټاکلي مهال نه یو نیم ساعت مخکې د رایو شمېرلو بهیر پای ته ورسیږي.

نوموړي زیاته کړه، اوس د دغې ستونزې د هواري لپاره د دواړو ټاکنیز مرکزونو، ملګرو ملتونو او د ټاکنو خپلواک کمیسیون ترمنځ په دې اړه خبرې روانې دي.

د ښاغلی نور په وینا، د ټاکنو خپلواک کمېسیون د طرزالعمل پر بنسټ لاسلیک یا د کوټې لګول چې د رایې ورکونکي د پيژندلو لامل کېږي د باور وړ نه دی.

هغه وویل؛ د نوماندانو د استازو خبرې پر دې وې چې څه ته لاسلیک ووايي او څه ته نه؟ څو کرښې چې د نوماند د انځور مخې ته کښل شوې ایا لاسلیک دی یا دا چې ټیک مارک دی؟ ای دا د اعتبار وړ دی که نه.

یوه لوري هغه د باور وړ ګڼل او بل یې پر خلاف نظر درلود.

د افغانستان د رایو بیا شمېرلو بهیر او له ولایتونو کابل ته نه د رایو د صندوقونو لیږدول د پنجشنبې پر ورځ پیل شو.

د ټاکنو کمېسیون ویاند په وینا تر اوسه پورې د ۴۳۵ صندوقونو رایې بیا ارزول شوې دي. د نوموړي په وینا د ولایتونو نه نه هم د رایو یو شمېر صندوقونه کابل ته رسېدلي دي، چې وايي دا مهال له ټولټال نژدې ۲۳ زره صندوقونو نه ۸۶۸۰ صندوقونه کابل کې د دوی مرکزي دفتر ته رسېدلي دي.

د نوموړي په وینا اوس هم مرکز ته د صندوقونو د لېږد لړۍ روانه ده. دغه صندوقونه د ایساف او افغان امنیتي ځواکونو په مرسته د ټاکنو خپلواک کمېسیون، ملګرو ملتونو او دواړو کاندیدانو د استازو په ملګرتیا تر سره کېږي.

د کمېسیون په وینا اوس د دواړو کاندیدانو د ۵۵۹ ناظرین، د مشاهدو مرکزونو د ۳۰۷ څارونکو او ۲۸۲ نړیوالو څارونکو په شتوالي کې د رایو بیا ارزونې بهیر څاري.

د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنو د رایو بیا ارزونه باید د دواړو کاندیدانو تر منځ له هوکړې ۲۴ ساعته وروسته پیل شوې وای، خو دغه بهیر له درې ورځني ځنډ وروسته د پنجشنبې په ورځ پیل شو.

د افغانستان ولسمشرۍ دواړو کاندیدانو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري په منځګړیتوب د ټاکنیز بحران پای ته رسولو لپاره هوکړه وکړه، چې ټول سل فیصده رایې باید له سره وارزول شي.

د چنګاښ میاشتې په ۱۶ نېټه د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړې، چې له مخې یې اشرف غني احمدزی بریالی اعلان شو، خو د هغه سیال عبدالله عبدالله له د پایلو له دغه اعلان سره مخالفت وښود.

د دغه اختلاف او ټاکنیز بحران پای ته رسولو لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزیر کابل ته سفر وکړ، چې له دواړو کاندیدانو سره له خبرو اترو وروسته یې د شنبې په ورځ یوې خبرې غونډې ته وینا کې وویل، چې دغه بحران پای ته رسېدلی او دواړه کاندیدان د ټولو اچوول شویو رایو په بیا ارزونه او د یوه ملي حکومت په جوړولو یوه خوله شوي دي.

ورته مطالب