کابل کې ځانمرګي برید څلور بهرني ساتونکي وژلي

د انځور حقوق AFP
Image caption په دغه کمپ کې ټول اوسېدونکي او ساتونکي یې بهرنیان دي

د افغانستان پلازمېنې کابل امنیه قومنداني وايي، نن ګهیځ شاوخوا شپږ بجې او څلوېښت دقیقې د کابل ۱۵ امنیتي حوزې اړوند قصبې سیمه کې، چې د کابل هوايي ډګر ته څېرمه ده، د افغان او بهرنیانو ځواکونو په یوه اډه کې ځانمرګی برید شوی.

د کابل امنیه قومندان جنرال ظاهر ظاهر بي بي سي ته وویل ''تر چاودنې وروسته چې سیمې ته ولاړم، هلته د بهرنیانو د اوسېدو یو کمپ دی، چې ساتونکي یې هم ټول بهرنیان دي. له بده مرغه د کمپ د ننه یوڅوک ځای پرځای شوي، له بهر څخه نه دي ورغلي، او یونیفورم یې هم د کمپ د ساتونکو و، د بهرنیانو په منځ کې یې ځان چوولی، چې څلور بهرنیان یې وژلي او شپږ نور ټپیان دي ''.

د برید قربانیان بهرني ساتونکي دي.

جنرال ظاهر وویل، په کمپ کې د برید کوونکي د ځای پرځای کېدو په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.

نوموړی وايي، د کابل شاوخوا د بهرنیانو دا ډول نور کمپونه هم شته.

جنرال ظاهر وايي، د برید په سیمه د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې بهرني سلاکاران اوسېږي، خو وايي چې د وژل شویو د هویت په اړه یې پلټنه پیل کړې ده.

د برید مسؤولیت وسله والو طالبانو پرغاړه اخیستی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استولې ویناپاڼه کې ادعا کړې، چې دغه برید یې د بهرنیو ځواکونو پر یوه مهم استخباراتي مرکز کړی دی.

نوموړی ادعا کوي، چې د دوی یو کس کمپ ته له درنو چاودېدونکو توکو سره په ننوتلو توانېدلی، چې په وینا یې تر ۱۵ پورې بهرني خاص استخباراتي ځواکونه وژل شوي او ټپیان شوي دي.

طالبان وايي، د دغه مرکز په نښه کولو لپاره یې له پخوا پلان نیولی و.

د انځور حقوق
Image caption طالبانو ادعا کړې، چې دوی په دغه کمپ کې له پخوا د برید نیت درلود
د انځور حقوق
Image caption د کابل پولیس وايي، د برید او برید کوونکي په اړه یې پلټنه پیل کړې

د روان چنګاښ پر ۲۶، د کابل هوايي ډګر ته څېرمه نژدې پنځه ساعته ډله ییز برید شوی و.

په برید کې ټول برید کوونکي وژل شوي وو، خو حکومت وویل، چې نور چا ته مرګ ژوبله وانه وښته.

د ۲۰۱۲ کال فبرورۍ کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ودانۍ د ننه د یوه وسله وال په ډزو دوه امریکايي سلاکاران ووژل شول، چې یو یې ډگروال او بل جگړن وو.

د انځور حقوق AFP
Image caption د کابل هوايي ډګر ته څېرمه په دې برید کې ماتې شوې ښیښې پر سړک پرتې دي

ورته مطالب