له سپنتا سره د 'ملي یووالي' حکومت په اړه مرکه

Image caption سپنتا: افغانستان د رایو په خطرناک پړاو کې و

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار رنګین دادفر سپنتا له بي بي سي سره په مرکه کې د 'ملي یووالي' په نامه د جوړېدونکو حکومت په اړه نور توضیحات ورکړي دي.

ښاغلی سپنتا د بي بي سي د لومړۍ پوښتنې په ځواب کې وویل: د دواړو کاندیدانو ترمنځ د ملي یووالي حکومت د جوړولو پر سر خبرې روانې دي، دا د افغانستان یوه اړتیا ده، موږ د دواړو ټاکنیزو ډلو لپاره د بریالیتوب هیله کوو او د هغو پلټنو په اړه چې د ټاکنو د رڼښت په اړه روانې دي هیله لرو چې د دواړو نوماندانو لپاره راوتونکې پایلې د منلو وړ وګرځي.

له ښاغلي سپنتا نه پوښتنه وشوه چې کله د ملي وحدت د حکومت جوړولو خبره کیږي ګڼ خلک دا پوښتنه کوي چې ولې وسله وال مخالفین په دغه حکومت کې د یو ځای کیدو چانس نه لري؟

ځواب: که ستاسو منظور د طالب جنګیالیو نه وي، نو باید ووایم چې طالبان باید د تل لپاره د سولې او روغې جوړې د خبرو اترو یوه برخه وي ، هماغه شان چې تاسو پوهیږئ یو سیاست مخ ته وړی ، خو موږ تر اوسه نه یو توانیدلي چې طالبان په رسمي بڼه د سولې په اړه د خبرو اترو میز ته راکاږو، خو هیله مو دا ده چې په راتلونکې کې هغه حکومتونه هم په دې اړه هڅې وکړي او د افغانستان په راتلونکي حکومت کې ټولې هغه ډلې په حکومت کې شریکې کړي چې د افغانستان اساسي قانون ته غاړه کیږدې او دغه تګلاره هم موږ ته د منلو ده او هم باید راتلونکو چارواکو ته.

پوښتنه: د واک د وېش په اړه د دواړو غاړو ترمنځ څنګه دی د ښاغلي عبدالله او اشرف غني احمدزي ترمنځ، ځکه داسې ویل کیږي چې کومه غاړه به ډېر واک تر ګوتو کړي او کوم یو به لږ؟

ځواب: هغه کس چې ډیرې رایې ګټلې وي، نو هغه به د افغانستان ولسمشر وي، دویم کس یا د هغه استازي به د حکومت پر لوړو څوکیو ګومارل کیږي، دا د افغانستان په ګټه دی او دا د راټوکېدلي کړکېچ نه د وتلو اساسي لاره ده.

پوښتنه: په افغانستان کې د نظام د بدلولو پر سر هم هوکړه شوې او داسې ویل کیږي چې د افغانستان په اساسي قانون کې به په راتلونکو دوو کالو کې بدلون راځي، خو ولسمشر کرزی او د هغه ملګري له دغه بدلون سره مخالفت لري؟

ځواب: د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د ملي شورا د اجلاس د پرانیستې په غونډه کې ویلي و له قانوني لارو کېدای شي په اساسي قانون کې یو لړ بدلونونه راوستل شي، موږ ټول پر دې نظر یو چې زموږ اساسي قانون د بدلونونو وړ دی، خو دغه بدلونونه باید د هغو جوړښتونو له مخې چې په اساسي قانون کې راغلي دي، دا چې حکومت به پارلماني کیږی، یا به د روسیې یا فرانسې د حکومتونو په شان بدلیږي دا هغه څه دي چې په راتلونکې کې به پرې بحث کیږي.

پوښتنه: ډیر خلک دا پوښتنه کوي په داسې یو نظام کې چې دغه دواړه نوماندان له بیلابیلو تګلارو سره په کې شریکیږي ایا دا وړتیا به ولري چې د افغانستان د خلکو هغو اندېښنو ته به ځواب ووایي لکه د امنیت د ټینګښت په برخه کې او یا د نورو غوښتنو په اړه به ځواب ورکړای شي؟

ځواب: اصلي مسله دا ده چې د افغانستان ټاکنې د کړکېچ د راټوکېدلو وروسته د خلکو باور یې د ټاکنو پر بهیر له منځه یووړ، هغه تورونه چې د ټاکنو بر بهیر پورې شوه، خلکو ته یې داسې انګیرنې ورکړې چې دغه ټاکنې مشروع نه وي، نو یوازېنۍ لاره دا پاتې شوه دغو دواړو کاندیدانو ته چې هغوی رایې ورکړې وې باید دواړه سره کیني او د پیښ شوي کړکیچ د هواري لپاره یو مشروع او قانوني حکومت جوړ کړي چې هم د ټاکنیزو کمیسیونونو غوښتنې ځواب شي او هم سیاسي اړتیاوو ته ځواب وویلای شي، زه هیله من یم چې دواړه کاندیدان د افغانستان ملی ګټو ته په درناوي په راتلونکو پنځو کالو کې د افغانستان د ښه راتلونکې او سمون د راوستلو لپاره ګډې هڅې وکړي، دا یوازېنۍ لاره ده.

ورته مطالب