''ښوونځي تړلي، خو بودیجه یې اخیستل کېږي''

Image caption ځاي اوسیدونکي وایي، چې نه ښوونځي شته او نه هم ښوونکي

د کندهار د معروف ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، د کلونو راهيسې يې د ښوونځيو په نوم پيسې اخیستل کېږي، خو هلته هيڅ ښوونځي نه شته.

د کندهار معروف ولسوالۍ، چې له ډيورنډ کرښې سره پوله لري د ناامنیو له او نورو ستونزو له امله د دولت له پامه لوېدلې ده.

په کندهار کې مامون درانی پخپل راپور کې وايي، ځایي اوسېدونکي ادعا کوي چې د یو شمیر مشرانو سربېره ځینو چارواکو پر ښوونځیو سوداګرۍ پیل کړی ده.

ځاي اوسیدونکي وایي، نه ښوونځي شته او نه هم ښوونکي.

د معروف ولسوالۍ چارواکي هر میاشت د ۶۳۶ ښوونکو او ۱۱۲ ملازمينو په نوم ۲۳ لکه افغانيو پورې پیسې ترلاسه کوي.

د دې ترڅنګ يوه اندازه پېسې د مدرسې، لیليې او د ښوونځیو د ودانیو د جوړېدو په نوم اخیستل کېږي، خو د ښوونځیو په ودانیو کې پوستې جوړې شوې دي.

د کندهار د پوهنې چارواکي وایي، معروف ولسوالۍ په خپل تشکیل کې ۴۲ ښوونځي لري چې ۳۴ یې پرانیستي او پاتې نور یې بند دي.

چارواکي وایي، په دغو ښوونځیو کې شاوخوا ۱۴ زره نارینه او ښځینه زده کوونکي زده کړې کوي.

خو د معروف اوسېدونکي وايي، دا فساد او درغلۍ د حکومت له پیله روانې دي او ادعا کوي، چې په سېمه کې یو ښوونځی هم نه لري.

هغوی زیاتوي، چې د خپل غږ د پورته کولو واک نه لري، ځکه زورواکي يې تر زندان پورې رسولای شي.

د کندهار د پوهنې تدریسي مرستيال محمد عوض نظري وايي، خپله سیمې ته نه دی تللی، خو هلته يې موده وړاندې یو پلاوی لېږلی و، چې په راپور کې يې د ۳۲ ښوونځيو د فعالیت خبر ورکړی و.

دده په وینا، په پلاوي کې د معروف قومي مشران او د ځينو نورو اړوندو ادارو استازي هم شامل وو.

ددې ټولو فساد او درغلیو تور د معروف د پوهنې پر مدير محمد شفيق میاسر پورې کېږي، چې په میاشتو – میاشتو معروف ته تللی نه دی، خو د سلګونو معلمینو په نوم معاشات اخلي.

هغه، چې په ۱۳۹۰ کال کې د معروف د پوهنې مدیر ټاکل شوی وايي، دا فساد مخکې وو، خو اوس هرڅه سم شوي دی.

ورته مطالب