ارزګان کې پوليسو خپل څلور ملګري وژلي

د انځور حقوق BBCPashto.com
Image caption دغه پېښه د سيمه ييزو پوليسو په يوه امنیتي پوسته کې رامنځ ته شوې ده

د ارزګان چارواکي وایي، د دغه ولایت په شهيد حساس ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو نفوذي پوليسو د ټوپک خوله پر خپلو څلورو پوليسو ملګرو ور اړولې او وژلي یې دي.

دغه پيښه وړمه شپه د دغې ولسوالۍ د سراب په سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو په يوه امنیتي پوسته کې رامنځ ته شوې ده.

د ارزګان د والي وياند دوست محمد ناياب وايي، دوو پوليسو د وسله والو طالبانو په لمسون خپل څلور ملګري وژلي.

د ناياب په وينا، چې بريد کوونکي پوليس له وسله والو طالبانو سره يو ځای شوي. وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

بل خوا، د تېرې دوشنبې پر ورځ غرمه شاوخوا ۱۱ نیمې بجې د ارزګان ګاونډي ولایت هلمند کې یوې بمي چاودنې شاوخوا ۱۷ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله. د افغانستان سوېلي هلمند ولایت مرکز لښکرګاه کې پر افغان امنیتي ځواکونو موټربم چاودنه وشوه. د هلمند سیمه ییز چارواکي وایي یو کرولا ډوله موټر، چې ځانمرګی برید کوونکی پکې سپور و، د پولیسو له کاروان سره جنګولی، چې یو پولیس او یو ولسي وګړی پکې ووژل شول او پنځلس نور یې ټپیان کړل. په ټپیانو کې اته پولیس او اووه ولسي وګړي وو. وړاندې، د افغانستان دفاع وزارت ویلي وو، د هلمند جګړه کې د دوی ځواکونو ته د اوښتې مرګ ژوبلې ستره برخه د هغو ماینونو له کبله وه، چې د دوی مخالفینو سیمه کې ځای پر ځای کړي وو.

ورته مطالب