افغانستان: پاکستان د حقاني شبکې غړي خوندي ځای ته وړي

مولوي جلال الدین حقاني د انځور حقوق AP
Image caption د جلال الدین حقاني په مشرۍ حقاني شبکه په سیمه کې تر ټولو قوي او خطرناکه ډله ګڼل کېږي.

د افغانستان د ملي امنیت اداره وايي، د پاکستان قبایلي سیمو کې د پوځ تر عملیاتو مخکې، د پاکستان پوځ د حقاني شبکې غړي یوه خوندي ځای ته لېږدولي او بیا یې عملیات پیل کړي دي.

دغه اداره وايي، په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ عملیاتو د پام وړ پایله نه لرله، چې په وینا یې "ویې نه شوای کړای، چې ترهګرو ډلو ته ګوزار ورکړي".

د چارشنبې په ورځ /زمری ۱ د ملي امنیت ادارې ویاند حسیب صدیقي کابل کې خبریالانو ته وویل، د حقاني شبکه، چې په سیمه کې تر ټولو خطرناکه اورپکې ډله ده، د پاکستاني پوځ له عملیاتو خوندي پاتې شوې ده.

ښاغلي صدیقي وویل: "زموږ معلومات ښيي چې تر عملیاتو مخکې، د حقاني مخکښ کسان له شمالي وزیرستان کرمې ایجنسۍ، کراچۍ ښار، کوټې او ان پلازمېنې اسلام اباد ته لېږدېدلي".

نوموړي په ټینګار وویل، چې "د حقاني شبکې جرړې د آی ایس آی او پاکستاني پوځ په لارښوونې، د پوځ تر عملیاتو پیلېدو دوه اونۍ مخکې د ۱۵۰ موټرو په مټ له میران شاه ښار نه ټل، سپین ټل او کرمې ایجنسۍ ته لېږدول شوي".

دی وايي، چې د حافظ ګلبهادر او د لشکر طیبه د مشر حافظ محمد سعید په مشرۍ نورو اورپکو ډلو ته هم په دې عملیاتو کې کوم پاموړ زیان نه دی اوښتی.

ښاغلی صدیقي زیاتوي، په دې عملیاتو کې یوازې سیمه ګډه وډه شوې او تر یو میلیون ډېر خلک بې ځایه شوي دي.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د ملي امنیت ویاند وايي، د افغانستان له حساس وضعیت په ګټې اخیستنې، د حقاني شبکه د پاکستاني پوځ او څارګرې ادارې په همکارۍ د هېواد د ننه عملیاتو لپاره پلانونه نیسي، چې په وینا یې ښکاره بېلګه یې د پکتیکا ولایت د ارګون مرګونی برید و.

په تېرو څو ورځو کې په کابل کې پر مرګونو بریدونو سربېره، پر کابل ښار څو توغندي توغول شوي دي.

څو ورځې مخکې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو قومندان جنرال جوزیف ډنفورډ د امریکا کانګریس ته په وینا کې ویلي وو، چې د پاکستان پوځ د "ضرب عضب" په نامه عملیاتو کې ونه توانېد، چې د حقاني شبکې ته زیان ورسوي.

امریکا د حقاني شبکه په سیمه کې تر ټولو قوي او خطرناکه اورپکې ډله بولي.

واشنګټن وايي، دغه شبکه په افغانستان کې د امریکايي موخو پرضد پراخ بریدونه کوي.

د انځور حقوق AP
Image caption ډنفورډ: پاکستان د حقاني شبکه ونه شوای ځپلی.

امریکا په ۲۰۱۲ کال د حقاني شبکه یوه غیر قانوني ترهګره ډله اعلان کړه.

ویل کیږي، حقاني شبکه په شمالي وزیرستان، کرمه ایجنسۍ او له افغانستان سره پر ګډه پوله قبایلي سیمو کې فعالیت لري.

د تېر جون په نیمايي کې د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې د اورپکو له منځه وړلو په موخه ځمکني عملیات پیل کړل، چې لاهم دوام لري.

د پاکستان پوځ وايي، په هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې یې سخت دریځو ته کلک ګوزارونه ورکړي، خو رپوټونه وايي، چې د پاکستان پوځ او ولسي وګړو ته هم پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ناټو چارواکو له حقاني شبکې سره د پاکستان د غبرګون په اړه شکمن دي او وايي چې ددغې ډلې پر وړاندې جدي ګامونه نه اخلي.

ورته مطالب