وسله والو هرات ښار کې دوې بهرنۍ ښځې وژلې

هرات ښار د انځور حقوق
Image caption تر اوسه د برید مسؤولیت چا نه دی منلی.

د افغانستان لوېدیځ هرات ښار کې دوې بهرنۍ ښځې په ډزو وژل شوې.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي پخپله ټویټر پاڼه په هرات ښار کې د دوو بهرنیو مېرمنو وژل کېدل تایید کړي.

ښاغلي صدیقي لیکلي، پولیسو د قاتلینو د موندلو هڅې پیل کړې دي.

له هراته د بي بي سي خبریال محمد قاضي زاده وايي، دغه دوې بهرنۍ مېرمنې د هرات ښار په زړه کې ناپېژاندو وسله والو په ډزو وژلې دي.

نوموړی زیاتوي، یوه وژل شوې د هالنډ او بله د پولنډ ده.

قاضي زاده وايي، دغو مېرمنو د IAM په نامه له یوې بهرنۍ مؤسسې سره د رواني ناروغیو په برخه او نورو پراختیايي پروژو کې کار کاوه.

د هرات د مرکزي روغتون د مطبوعاتي برخې مشر رفیق شیرزي ویلي، د وژل شویو مېرمنو مړي دوی ته ور وړل شوي دي.

پر دغو بهرنیو مېرمنو د پنجشنبې پر ورځ غرمه مهال پر موټر سایکل سپرو کسانو هغه مهال ډزې کړې، چې په ټکسي کې وې.

برید کوونکي تښتېدلي دي.

نور جزییات به وروسته خپاره شي.

د روان جولای پر نهمه نېټه په هرات کې ناپېژاندو وسله والو شپږ ماین پاکان ووژل او د هغوی درې نور ملګري یې له ځانه سره وړي وو.

د افغانستان په لوېدیځ هرات ولایت کې د ماین پاکۍ شپږ کارکوونکي د ناپېژاندو وسله والو له خوا وژل شوي او د هغوی درې نور ملګري یې له ځانه سره وړي وو.

IAM څوک دي؟

د انځور حقوق IAM
Image caption IAM وايي، تر ۵۰۰ افغانانو ته یې کاري زمینې برابرې کړې

IAM یوه نړیواله مرستندویه عیسوي مؤسسه ده، چې له ۲۰۰۹ کال راهیسې په افغانستان کې د ظرفیت جوړونې، روزنې، روغتیا او اقتصادي ودې په برخو کې فعالیت پیل کړی دی.

دغې پروژې تر تېر ۲۰۱۳ کال پورې د افغانستان په اوو ولایتونو کې پروژې لرلې، چې ۳۳ سلنه بودیجه یې پر پراختیايي چارو، ۲۵ سلنه پر پوهنې او ۱۲ سلنه نوره پر روغتیايي چارو لګولې ده.

دغه مؤسسه وايي، تر ۵۰۰ افغانانو ته یې کاري زمینې برابرې کړې، خو په کاري چوکاټ کې یې افغانستان کې ۵۰ اروپايي، امریکايي، اسیايي او افریقا عیسوي کارپوهان کار کوي.

ورته مطالب