ترافیکي پېښې او چاودنو ۱۸ افغانان وژلي

Image caption د کابل امنیه قومنداني د پېښې لامل د چلوونکو بې پامي او تېز تګ بللی.

د افغانستان پلازمېنې کابل سروبي ولسوالۍ کې د موټر ټکر د اوو کسانو ژوند اخیستی دی.

د کابل امنیه قومنداني وايي، پېښه هغه مهال د پنجشنبې پر ګهیځ شاوخوا اوبه بجې وشوه، چې د سروبي نغلو ګولايي کې یو صرف، مارسډیز او ټانکر سره وجنګېدل.

نوموړی وايي، په وژل شویو کې څلور مېرمنې او یو ماشوم هم دي او ۱۸ نور کسان ټپیان شوي.

امنیه ومنداني وايي، ټپیان د پولیسو له خوا روغتون ته وړل شوي.

سرچینې د پېښې لامل د چلوونکو بې پامي او تېز تګ بللی دی.

تخار

د افغانستان تخار ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې نن ګهیځ د خلکو د ګڼې ګوڼې په یوه ډک بازار کې چاودنې لږترلږه نهه کسان وژلي او ۲۷ نور یې ټپیان کړي دي.

د تخار د والي ویاند سنت الله تیمور وايي، په وژل شویو کې یو سیمه ییز پولیس او نور ټول ولسي وګړي دي.

برید پر موټر سایکل د تړل شویو چاودېدونکو توکو له کبله شوی، او د ځینو ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

خواجه غار ولسوالي له ګاونډي تاجکستان سره ګډه پوله لري، چې څه موده مخکې چاڼیز عملیات هم پکې شوي وو، خو ښکاري چې د دغې ولسوالۍ په ځینو برخو کې وسله وال لاهم فعال دي.

د ننګرهار ځانمرګی

بل خوا د افغانستان ختیځ ننګرهار ولایت خوږیاڼو ولسوالۍ کې ځانمرګي برید دوه سیمه ییز پولیس وژلي او یو یې ټپی کړی.

د انځور حقوق
Image caption چاودنه د خواجه غار په بازار کې شوې ده.

د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، برید کوونکی د سیمه ییزو پولیسو پوستې ته پلی ورغلی او د هغوی د پولیسو په منځ کې یې ځان چوولی دی.

تر اوسه د برید مسؤولیت چا نه دی منلی.

د تېر چنګاښ پر شپږمه، د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې د تورخم – جلال اباد پر لویه لاره یو مساپر وړونکی کاسټر له یوه ټېلر سره ټکر شوی، چې له کبله یې لږترلږه ۱۷ سپاره وژل شوي وو.

ټول وژل شوي نارینه وو.

د رسمي شمېرو له مخې په افغانستان کې ۲۰۱۱ کال د ځانمرګو او نورو بریدونو پرتله د ترافيکي پېښو له کبله ۱۳۰۰ کسان وژل شوي.

د ترافیکو د ریاست شمېرې ښیې چې دغه تلفات په ۱۱۱۷ ترافیکي پېښو کې رامنځ ته شوي.

په ۱۳۸۸ کال کې ترافیکي پېښو ۱۳۹۰ تنه وژلي وو.

په ۲۰۱۱ کال کې په افغانستان کې د ترافیکي پېښو د قربانیانو شمېره د ځانمرګو بریدونو د قربانیانو تر شمېرې ډېره شوې ده.

ورته مطالب