د رایو ارزونه د اختر رخصتۍ تر پایه وځنډول شوه

د انځور حقوق
Image caption د کمیسیون مشر وايي تر هغې چې دواړه ډلې د رایو د پایلو پر پاڼو د هغو لاسلیکونو پر سر سلا نه شي، دغه بهیر به ټکنی وي.

د افغانستان د ټاکنو کمیسیون د رایو بیا شمېرنه او ارزونه د اختر تر رخصتیو وروسته له دې امله وځنډوله چې په خبره یې دواړه ټاکنیزې ډلې سره پخپلو کې یوه خوله نه دي.

کابل کې زموږ همکار محمود کوچی وايي، په تېرو لسو ورځو کې د ولسمشریزو ټاکنو د بیا شمیرلو بهیر درې ځلې درول شوی او بیا له سره پیل شوی دی.

خو په وروستي ځل د شنبې پر ورځ د ټاکنو کمیسیون دغه لړۍ د اختر تر رخصتیو وځنډوله.

د ټاکنو کمیسیون مشر یوسف نورستانی وايي دغه بهیر د دوی کارکونکي پکو کړي او په وینا یې تر هغې چې دواړه سیالې غاړې پخپلو کې یوه خوله شوي نه وي نو دوی به د لنډ مهال لپاره دغه لړۍ ودروي، خو هغه هیله ښکاره کړه چې له کوچنی اختره وروسته به دغه لړۍ بیا پیل کړي.

د دغه خنډ او ځنډ لامل د دواړو غاړو تر منځ هغه اختلاف ښوول شوی چې دوی یې د رایو د پایلو پر پاڼو هغه لاسلیکونه بولي چې ځینې یې اصلي او بله غاړه یې کلپ بولي، که څه هم چې دواړه غاړې په دې برخه کې د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب هوکړې ته رسیدلې وې.

خو دغه هوکړه ډیر ژر ماته شوه، په کابل کې د ملګرو ملتونو ادارې په یوې خبر پاڼه کې کاږلي چې دواړه غاړې پخوانۍ هوکړې ته ژمن دي او د هغې په پلي کولو یې چمتووالی ښودلی.

د عبدالله عبدالله د ټاکنیزې ډلې غړی فضل الرحمن اوریا پخپلې سیالې ډلې تور پورې کوي چې په کړو ژمنو نه دي ولاړ او له هغو یې سرغړونه کړې.

خو د اشرف غني احمدزی د ټاکنیزې ډلې ویاند فیض الله زکي د ښاغلي اوریا څرګندونې ردوي او وايي هغه خنډ چې راولاړ شوی په هغه کې د دوی سیاله ډله پړه ده.

خو د ټاکنو کمیسیون وايي چې له کوچني اختره وروسته دواړه غاړې په دې برخه کې یوې هوکړې ته ورسیږي او دغه بهیر له سره پیل شي.

د کمیسیون به وینا له ۲۱ ولایتونو نه درایو صندوقونه د کمیسیون مرکزی دفتر ته رسیدلي چې دغه څه د ټولو رایو ۶۷ سلنه جوړوي، د دوی هیله دا ده چې تر هغه مهاله د نړیوالو څارونکو شمیر هم زیات شي او دغه چاره په چټکۍ سره پر مخ ولاړه شي.

ورته مطالب