کورنۍ رسنۍ تر کومه د خلکو رواني امنیت ته پام کوي؟

په دغه هېواد کې له هغه مهاله چې د طالبانو واکمني نسکوره شوه، د ۱۵۰ راډیوګانو ترڅنګ شاوخوا ۶۰ ټلویزیونونو هم خپرونې پیل کړې دي.

تر ډېره دغه ټلویزیونونه د تاوتریخوالي د پېښو هغه انځورونه خپروي چې یا په ټپي حالت کې یو څوک په وینو کې لیت پیت وي، یا هم د نورو له خوا په ډزو وژل کیږي، داسې انځورونه هم د سیمه ییزو رسنیو له لارې خپاره شوي چې یوه ډله د خپلې سیالې ډلې اسیر وګړي په ډله ییزه توګه یا د ټوپکو په مرمیو او یا هم پر چړو یې حلالوي.

دا پلا ستاسو نظر په پروګرام کې به تاسو واورو چې د دغه شان انځورونو خپرولو ته په کومه سترګه ګورئ؟

د ډیرو په ګومان د دغسې پیښو خپرول د ژورنالیزم د نړیوالو اصولو او قوانینو سره اړخ نه لګوي، د دغه شان انځورونو خپرول په افغانستان کې د نافذه قوانینو پر خلاف دي، د دغه هېواد د رسنیو د قانون په ۴۵ ماده کې راغلي هغه خپرونې چې د خلکو په تېره بیا د ماشومانو رواني امنیت ته زیان اړوي د خپرولو نه دي او ډډه دې ترې وشي.

چې داسې ده نو بیا ولې ځینې رسنۍ د قانون دغه ماده تر پښو لاندې کوي؟ ولې هغه ادارې چې د قانون د پلي کولو او څارلو دنده لري په دې اړه چوپه خوله دي؟

په دې اړه د نظر شریکولو لپاره د یکشنبې په ماښامنۍ خپرونه کې را ته پر دې شمیرې زنګ ووهئ: ۰۰۹۳۲۰۲۲۰۲۳۰۰ او یا د بي بي سي د پښتو فیسبوک له لارې راته خپل نظر پرېښودلای شئ.