سنګین کې افغان ځواکونو پراخ عملیات کړي

Image caption افغان ځواکونو د وسلوالو د ځپلو او له لاسه د وتلیو سیمو بیرته نیولو لپاره پراخ پوځې عملیات پیل کړي دي

د هېلمند په سنګین ولسوالۍ کې افغان ځواکونو د وسلوالو د ځپلو او له لاسه د وتلیو سیمو بیرته نیولو لپاره پراخ پوځې عملیات پیل کړي دي.

وسلوالو طالبانو یوه میاشت وړاندې د هېلمند پر څلور شمالي ولسوالیو بریدونه وکړل چې په ترڅ کې یې ګڼې سیمې تر خپلې ولکې لاندې ونیولې.

په سنګین کې د افغان ځواکونو د عملیاتو د خبري پوښښ لپاره ورغلي سیمه ییز خبریال عبدالخالق کندهاری د سنګین ساروان کلا سیمې ته تللی.

نوموړي د عملیاتو په اړه بي بي سي ته وویل چې په سیمه کې دافغان امنیتي ځواکونو یو څه پرمختګ کړی.

نوموړي زیاته کړه چې د طالبانو پر وړاندې دې عملیاتو کې د افغانستان ملي اردو او پولیس دواړو ونډه لري او له سپکو او درنو وسلو نه ګټه اخلي.

پر ژیړۍ ولسوالۍ د وسلوالو برید

تر دې وړاندې د کندهار چارواکو ویلي وو چې د شنبې ورځې (زمری ۴) سهار وختي لسګونو وسلوالو د دغه ولایت په ژیړۍ ولسوالي کې پر امنیتې پوستو بریدونه پیل کړل.

د والي ویاند دواخان مینه پال وایې چې د لومړنیو راپورونو له مخې په دغه بریدونو کې ټول ځانمرګي بریدګر وژل شوي. د دې تر څنګ یو د ملي اردو سرتیری وژل شوې او اووه نور ټپیان شوي دي.

ښاغلي مینه پال زیاته کړه چې په ټپیانو کې څلور افغان پوځیان او درې پولیس شامل دي.

چارواکي وایي چې جګړه لاهم په سیمه کې روانه ده.

په سویل کې د ۲۰۵ اتل قول اردو مطبوعاتي دفتر هم په دغه بریدونو کې د خپل یو سرتیري د وژل کیدو تر څنګ د ۹ تنو وسلوالو د وژل کیدو پخلی کوي.

بل لوري ته وسلوالو طالبانو بیا ادعا کړې چې په دغو بریدونو کې یې ګڼې امنیتي پوستې نیولي.

د دغې ډلې یو ویاند قاري یوسف احمدي وایي چې دوی په دغو بریدونو کې تر ۲۰ ډېر کسان وژلي او یو شمېر پوځي ګاډي یې هم له منځه وړي.

د ریګستان جګړه

تیره ورځ تر سلو زیاتو وسلوالو د کندهار پر سرحدي ولسوالۍ ریګستان باندې هم برید پیل کړی و چې د چارواکو په خبره لاهم افغان ځواکونه ورسره په جګړه بوخت دي.

په تیرو دوو اوونیو کې د وسلوالو ځواکونو له اړخه بریدونه ډیر شوي، چې د چارواکو په خبره تر ډیره دغه بریدونه له پولې ها غاړې اداره کېږي.

تیره اوونۍ لسګونو وسلوالو د کندهار پر درو سرحدي ولسوالیو سپین بولدک، معروف او ښورابک باندې بریدونه کړي وه.

چارواکو هغه مهال ویلي وو چې په یادو بریدونو کې د پاکستاني طالبانو تر څنګ، د برما او چېچنیایي جنګیالي هم په کې برخه درلوده.

د کندهار په سرحدي ولسوالیو کې وروسته له هغه د وسلوالو بریدونو زور اخیستی چې د پاکستان پوځ د طالبانو په وړاندې په شمالي وزیرستان کې پراخ پوځي عملیات پیل کړي.

ویل کیږي چې سلګونه وسلوال چې په کې بهرني جنګیالي هم شامل دي د شمالي وزیرستان نه د پاکستان کوټې ښار ځینو سیمو ته پناه وړې.

ورته مطالب