د جنرال رازق پر کور ډله ييز بريد پای ته ورسېد

د انځور حقوق a
Image caption راپورونه وايي دغه ډله ييز بريد نن سهار وختي شوی دی

د کندهار په سرحدي ولسوالۍ سپین بولدک کې د دغه ولایت د امنيه قومندان او د سرحدی ځواکونو د چټک غبرګون د قطعې د مشر جنرال رازق پر کور د وسلوالو ډله يیز برید پای ته رسېدلی.

د کندهار د پوليسو وياند ضيا دراني وایي برید د دوو ساعتونو وروسته د شپږو بريدګرو په وژل کیدو سره پای ته رسېدلی دی.

دی وايي په دغه برید کې یو سرحدي پولیس او يو کوچنی وژل شوي او درې سرحدي پولیس ټپیان شوي دي.

د کندهار ولايتي چارواکو ويلي وو، برید کونکي د یوه ښوونځي ودانۍ ته ختلي وو او له هغه ځایه يې د ښاغلي رازق پر کور د سپکو او درنو وسلو ډزې کولې.

د بريد پر مهال د کندهار امنيه قومندان جنرال رازق په خپل کور کې و.

وسلوالو طالبانو د برید مسولیت منلی دی.

هلمند چاودنه

بل خوا د هلمند د مارجې په ولسوالۍ کې د ماین یوې چاودنې لږترلږه څلور ولسي وګړي وژلي او شپږ نور یی ټپیان کړي دي.

چاودنه تېره ورځ شنبه مازیګر شاوخوا ۶ بجې د ولسوالۍ په یوه بازار کې شوې ده.

د هلمند د پولیسو مطبوعاتي مشر شاه محمود اشنا وایي چاودېدونکي توکي په یوه موټر سایکل کې ځای پر ځای شوي و چې د ریموټ کنټرول پر مټ چاودلي دي.

راپورونه ښي چې د چاودنې موخه په سیمه کې د پولیسو د ګزمې رینجر موټر و، خو په دغه چاودنه کې ورته زیان نه دی اوښتی.

د تیرې پنجشنبې پر ورځ د دغې ولسوالۍ په یوه بازار کې د یوې چاودنی له کبله یو شمیر ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

ورته مطالب