کرزی: نړیوال ترهګر افغانستان ته د ننه شوي

د انځور حقوق AP
Image caption د نوي حکومت له اعلانیدو وروسته به په دغه هېواد کې کارونه په شدت سره په مخ لاړ شي

افغان ولسمشر حامد کرزي د کوچني اختر له لمانځه وروسته وینا کې وویل، د دولت مخالفانو وروستي بریدونو کچه د تېرو ۱۴ کلونو مودې کې ساری نه لري.

نوموړي دغه راز زیاته کړه، افغان امنیتي ځواکونو په خپل رپوټ کې ویلي، چې ډېر شمېر بهرني وسله وال افغانستان ته ننوتي دي.

ولسمشر کرزي وویل، د ولسمشریزو ټاکنو د دویم پړاو د ترسره کېدو تر مهاله په هېواد کې د مخالفانو بریدونه ډېر نه و، خو وايي د رایو شمېرلړۍ له پیلېدو وروسته دغه بریدونه ډېر شوي دي.

ښاغلي کرزي وویل، افغان امنیتي ځواکونو په جدیت سره له هېواده دفاع کړې او ډېرې قربانۍ یې ورکړې دي.

ښاغلي کرزي په بیا ځلې له طالبانو وغوښتل چې د افغانستان خلکو سره جګړه ودروي، او دغه هېواد ته د نړیوالو ترهګرو د راتګ زمینه برابره نه کړي او خپلو کورونو ته دې ستانه شي، چې له خپلو خویندو او وروڼو سره په عزت کې ژوند وکړي.

ښاغلي کرزی هیله څرګنده کړه چې د نوي حکومت له اعلانیدو وروسته به په دغه هېواد کې کارونه په شدت سره پر مخ لاړ شي.

اسلامي نړۍ د غزې ولس یادووي

ښاغلي کرزي په دغو مراسیمو کې وویل، ټوله اسلامي نړۍ او په ځانکړي ډول افغان ولس غزې کې د فلسطین خلک له یاده نه باسي.

هغه زیاته کړه چې له لیبیا نه تر پاکستان پورې اسلامي نړۍ په غم کې ده.

هره ورځ په اسلامي هېوادونو کې سلګونه کسان وژل کېږي او په ځانګړي ډول د غزې ولس په دغو ورځو کې په ډېر بې رحمۍ سره وژل کېږي او په هره ګړۍ کې د غزې یو ماشوم وژل کېږي.

ښاغلي کرزي زیاته کړه د یو بیوسه انسان په توګه له خدایه غواړم چې افغانستان او ټولو اسلامي هېوادنو ته سوله امنیت او پرمختګ ور په برخه کړي. نوموړی وویل، د اختر په ورځو کې چې د خوښۍ او سوکالۍ ورځې دي له خدایه غواړم ټول هغه اسلامي هېوادونه چې په جکړو او ترویزم کې ښکیل دي له دغو کړاونو او نا امنیو خلاص شي.

ورته مطالب