د هلمند بې ځایه شوي له حکومته نهیلي دي

Image caption ....د جګړو له ویرې لا هم ګڼ شمیر کورنۍ خپلو کوورنو ته نه دي ستنې شوې او وايي له بیځایه شویو خلکو سره کافي مرستې هم نه دي شوي.

په هلمند کې د جګړو له امله یو شمیر بې ځایه شوي کډوال ادعا کوي چې خلک په دغه سیمه کې له حکومت نهیلي شوي ځکه وايي چې د طالبانو له لوري نیول شوې سیمې یې بیرته له هغوی نه دي پاکې کړي.

په هلمند کې هغه مهال سلګونه کورنۍ له خپلو کورنو بې ځایه شوې چې طالبانو څو اونۍ وړاندې په سنګین، نوزاد، موسی کلاه او کجکي کې پر حکومتوتي پوستو پراخ بریدونه پیل کړل.

که څه هم حکومتي ځواکونو د دغو سیمو د بیرته نیولو لپاره پراخ عملیات پیل کړې و خو په سیمه کې بې ځایه شوې خلک وايي چې دوی لا هم د جګړو له ویرې خپلو سیمو ته نه شي ستنېدلی.

دغه بې ځایه شوي خلک وايي حکومتي ځواکونو په تیرو څو اونیو کې ټولې هغې سیمې له طالبانو نه دي پاکې کړي چې د بریدونو پرمهال یې نیولې وي.

د هلمند د سنګین ولسوالۍ یوه اوسیدونکي غلام جان اکا وویل چې دی د جګړو له ویرې له خپلې سیمې کډه شوی دی.

نوموړی له حکومته غواړي چې په هلمند کې ټولې سیمې له طالبانو پاکې کړي چې بې ځایه شوي خلک بیرته خپلو کورونو ته ستانه شي.

د جګړو له ویرې لا هم ګڼ شمیر کورنۍ خپلو کوورنو ته نه دي ستنې شوې او وايي له بیځایه شویو خلکو سره کافي مرستې هم نه دي شوي.

د هلمند والي نعیم بلوچ له بي بي سي سره په خبرو کې وویل چې بېلابېلو حکومتي او نړیوالو ادارو له دغو بېځایه شویو سره مرستې کړي او دوی د لا نورو مرستو ورجلبولو هڅې کوي.

ښاغلی بلوچ زیاته کړه چې د یو شمېر سروې ګانو له مخې په هلمند کې شاوخوا ۳۲۰۰ کورنۍ له خپلو کورنو بیځایه شوي دي.

هغه وویل دوی په سیمه کې چاڼیز عملیات پیل کړي چې ښايي ژر دغه سیمې له مخالفو وسله والو پاکې کړي.

ورته مطالب