ځانمرګي برید د ولسمشر کرزي د تره زوی وژلی

حشمت کرزی
Image caption حشمت کرزی ولسمشرۍ ته د نوماند اشرف غني احمدزي ملاتړی و.

د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي د تره زوی او ولسمشرۍ ته د نوماند اشرف غني احمدزي ملاتړ حشمت کرزی د اختر پر دویمه د سې شنبې پر ورځ په کندهار کې پخپله کور کې وژل شوی.

د ښاغلي کرزي کور د کندهار ډنډ ولسوالۍ کې دی.

د کندهار د پولیسو ویاند، ضیاء دراني بی بي سي ته وویل، د اختر پر دویمه ورځ (سې شنبې) ګهیځ شاوخوا لس بجې خلک د قومي مشر او د ولسمشر حامد کرزي د تره زوی حشمت خلیل کرزي کور ته د اختر مبارکۍ لپاره ورتلل، چې په خلکو کې یوه ځانوژونکي زلمي هم ځان تر حشمت کرزي پورې رسولی دی.

درانی زیاتوي، دغه شاوخوا ۱۶ کلن زلمي پخپله پګړۍ (لونګۍ) کې چاودېدونکي توکي ځای پرځای کړي و، چې له حشمت کرزي سره د ستړي مشې او روغبړ پرمهال یې چوولی او حشمت کرزی یې وژلی دی.

تر اوسه د دغه برید پړه چا نه ده منلې.

د انځور حقوق
Image caption حشمت کرزي ته به تل قومي مشران کندهار کې د هغه کور ته ورتلل

افغان ولسمشر حامد کرزي د کوچني اختر له لمانځه وروسته وینا کې وویل، د دولت مخالفانو وروستي بریدونو کچه د تېرو ۱۴ کلونو مودې کې ساری نه لري، چې په وینا یې ''نړیوال ترهګر افغانستان ته د ننه شوي''.

د اختر پیغام

حشمت خلیل کرزي د کوچني اختر په مناسبت پر خپلې فېسبوک پاڼې ''د یوې سرتاسري سولې او د یوه عادل نظام غوښتلو هیله'' کړې ده.

حشمت کرزي یو امنیتي شرکت هم درلود، او پخپل کور کې یې ځینې حیوانات او مرغان هم ساتل.

هغه پخپل کور کې یو زمری هم ساته، چې پر ټولنیزو شبکو یې انځورونه ډېر خپاره شوي دي.

کندهار کې زموږ خبریال مامون دراني بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته د تیلېفون پر کرښه وویل، دا څویم ځل دی چې پټکى په ځانمرگو کې کاريږي.

د انځور حقوق Getty
Image caption د ۲۰۱۱ کال د جولای پر ۱۲، د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي ورور او د کندهار د ولايتي شوری د هغه وخت مشر احمد ولي کرزی په کندهار کې په خپل کور کې د خپل ساتونکي په ډزو وژل شوی و.

د ۱۳۹۰ کال د وږي پر ۲۹ هم د سولي د استازي په پلمه یوه کس د روغبړ پرمهال په پګړۍ کې ځای پرځای کړي چاودېدونکي توکي وچول او د سولې د عالي شورا مخکنی مشر برهان الدین رباني یې کابل کې پخپل کور کې وواژه.

وړاندې د کندهار پخوانی ښاروال غلام حیدر حمیدي هم یوه کس، چې په لونګۍ کې یې چاودېدونکي توکي ځای پرځای کړي وو، وواژه.

همداشان، د کندهار د علماوو د شورا پخوانی مشر حاجي حکمت الله هم په ورته پېښه کې د حامد کرزي د ورور احمد ولي کرزي د جنازې د مراسمو پرمهال وژل شوی و.

حشمت کرزی په کندهار کې مخور او قومي مشر او ولسمشرۍ ته د نوماند اشرف غني احمدزي ملاتړی و.

د ۲۰۱۱ کال د جولای پر ۱۲، د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي ورور او د کندهار د ولايتي شوری د هغه وخت مشر احمد ولي کرزی په کندهار کې په خپل کور کې د خپل ساتونکي په ډزو وژل شوی و.

له هغه سره څلور نور ساتونکي هم وژل شوي وو.

د کرزي کورنۍ

د انځور حقوق
Image caption حشمت کرزی په کندهار کې مخور او قومي مشر او ولسمشرۍ ته د نوماند اشرف غني احمدزي ملاتړی و.

د ۲۰۱۱ د مارچ پر لسمه، د ولسمشر حامد کرزي د تره زوی یار محمد کرزی د ناټو شپنیو عملیاتو پرمهال وژل شوی و او د هغه یو زوی یې د طالبانو د یوه شکمن قومندان په تور له دوو ساتونکو سره نیولی و.

په دې سره د ناټو په عملیاتو کې د ولسي وګړو د وژل کېدو پها ړه د ولسمشر حامد کرزي غوسه لا ډېره شوه، او له بهرنیو ځواکونو او امریکا سره یې د اړیکو پر اسمان خړه فضا خپره شوه.

دا برید د کرزي د کورنۍ په پلرنۍ کرز سیمه کې شوی و.

یار محمد خپل زیاتره عمر پخپل کلي کې تېر کړی و، چې د وژل کېدو پرمهال یې عمر د ۶۰ په شاوخوا کې و.

هغه مهال د حامد کرزي ناسکه ورور احمد ولي کرزي- چې بیا وروسته د همدې ۲۰۱۱ کال د جولای پر ۱۲ ووژل شو- ویلي وو چې د ناټو د عملیاتو ''اصلي هدف یار محمد کرزی نه بلکې یو بل کس و، خو دی په غلطۍ ووژل شو او ایساف یې پر وژنې بښنه وغوښته''.

یار محمد پر سر په مرمیو ویشتل شوی و.

د انځور حقوق
Image caption هغه پخپل کور کې یو زمری هم ساته، چې پر ټولنیزو شبکو یې انځورونه ډېر خپاره شوي

هغه مهال د کرزي د کورنۍ ځینو غړو ویلي وو، دوی شکمن دي، چې د شپې دغه عملیات تر یوه حده د کرزي د کورنۍ ترمنځ پر اوږدې کورنۍ دښمنۍ پورې تړاو لري.

ویل کېدل، چې یار محمد کرزی څو لسیزې د ولسمشر کرزي د تره له یوه بل زوی حشمت کرزي سره په جګړې کې و، چې بیا وروسته حشمت کرزي له امریکايي ځواکونو سره یو قراردادي امنیتي شرکت جوړ کړ.

د یار محمد کرزي خپلوانو ویلي وو، چې ګني هغه په ۱۹۸۰ لسیزه کې د حشمت کرزي د پلار په وژنې تورن دی.

د انځور حقوق
Image caption د ولسمشر کرزي د تره زوی یار محمد کرزی د ۲۰۱۱ په مارچ کې د ناټو شپنیو عملیاتو کې ووژل شو

په ۲۰۰۹ کال، د یار محمد کرزي ۱۸ کلن زوی، وحید وژل شوی و، او یار محمد او د کورنۍ نور غړي یې حشمت کرزی په غچ اخیستو تورن کړی و.

خو حشمت کرزي هغه مهال دا تورونه رد کړي وو.

د یار محمد تر وژل کېدا وروسته په امریکا کې مېشت محمد کرزي ویلي وو، یار محمد کرزي څو ځلې ورته ویلي وو چې په ۲۰۰۹ د هغه د زلمي زوی تر وژل کېدو وروسته، دا وېره ورسره وه، چې ګني حشمت به له امریکايي ځواکونو په ګټې اخیستو پر ده برید وکړي:

''یار محمد څو ځلې راته وویل چې ګني هغه به بل ځل امریکايي ځواکونه د ده کور ته د ده د وژلو لپاره ور واستوي''.

حشمت کرزي بیا ددغو ادعاو د رد په اړه ویلي وو چې ''دا د امریکایانو برید و، چې د یار محمد له زوی فرید سره تړاو لري، ځکه چې د یار محمد ګاونډی په کندهار کې یو لوی وسله خرڅوونکی دی، او د ده له زوی نه له پاکستان نه د موټرو په راوستلو کې ګټه اخلي''.

د انځور حقوق
Image caption حشمت کرزی یو ځوان سیاستوال او په کندهار کې یو مخور سړی و.

ورته مطالب