کندهار ته ورغلي برېښنايي مزي بیا ورغول شول

د انځور حقوق b
Image caption له کجکي نه لښکرګاه او کندهار ته د برېښنا مزي وغځېدل

د کندهار د برېښنا شرکت مسولين وايي، د هغو مزو په رغولو توانیدلي چې د کجکي د برېښنا د تولید له فابریکې کندهار او لښکرګاه ته برېښنا لېږ دوي .

دغه مزي دوې مياشتي وړاندي د هلمند په سنګين ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو او افغان ځواکونو تر منځ د جګړې له امله پرې شوي وو.

د بي بي سي خبریال مامون درانی وايي، څو اوونۍ وړاندې د کجکي ولسوالۍ نه کندهار ته د برېښنا د مزو د رغولو پر مهال د سنګين ولسوالۍ د برېښنا مسول محمد نبي د ماین په چاودنه کي ووژل شو.

د کندهار د برېښنا شرکت تجارتي مرستيال امان الله ایوب فاروقي وايي، چې په تېرو دوو میاشتو کې سره له دې چې په سېمه کې سخته جګړه روانه وه څو ځله یې د دغه مزو د رغولو هڅه کړې .

هغه زياته کړه، چې د جګړې له امله د کجکي له بند څخه کندهار ته غځېدلی لين تر پنځوسو زیاتو ځایو کې پرې شوی و او په لسګونه کیلو مترو لين هم ورک شوی و.

د ده په وينا، د جګړې پر مهال د برېښنا یو شمېر ستنې ويجاړې شوې وې بیرته ورغولی شوې.

چارواکي وایي، چې له کجکي نه نن (اکست ۱) سهار لس بجې یو ځل بیا کندهار او لښکرګاه ته برېښنا جريان عادی حالت ته را ګرځیدلي او اوس د کجکی له برېښنا فابریکې نه کندهار ته ۱۲ مېګاواټه او لښکرګاه ښار ته شپږ مېګاواټه برېښنا ورکول کېږي.

د کندهار د برېښنا شرکت مسولين وايي، چې دغه برېښنا د کندهار لپاره بسنه نه کوي او غوښتنه کوي، چي خلک باید د مصرف شوي برېښنا بيلونه پر وخت تحویل کړي او هم په برېښنا کي سپما وکړي.

کندهار که څه هم د برېښنا د توليد زياتې سرچينې لري، خو د نه پاملرنې او د ميليونونو ډالرو په لګولو سره بيا هم یوازې پر ډېزلي برېښنا بسنه شوې.

د کندهار د برېښنا شرکت چارواکي وایي، هغه جنراتورونه چې دم ګړۍ دوی ترې کار اخلي له کاره لویدلي او ان دلته يې د ترميم ظرفيت او پرزې نه شته.

د کندهار د برېښنا لپاره په تیرو کلونو کې څه باندې ۳۰۰ میلیونه ډالره لګول شوي چې دغه پیسې یوازې د بریښنا د تولید پر لنډ مهاله پروژو لګول شوې.

ورته مطالب