د محمداغې ښاروال په خپل کور کې ووژل شو

د انځور حقوق .
Image caption تر اوسه پورې د دې برید مسولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی

د لوګر د محمداغې ولسوالۍ ښاروال سیف الله په یوه وسله وال برید کې ووژل شو.

وسله والو تېره شپه یولس بجې د نوموړي پر کور برید وکړ چې له امله یې ښاروال او د کورنۍ درې غړي یې ټپیان شول خو ښاروال وروسته د سختو ټپونوله امله ساه ورکړه.

ویلی کیږي چې په ټپیانو کې د هغه مېرمن او دوه لوڼې شاملې دي. د لوګرد والي ویاند دین محمد درویش وايي، چې سیف الله له چا سره شخصي دوښمني نه درلوده او د دې برید په اړه څېړنې پیل کړې دي.

تر اوسه پورې د دې برید مسولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

څلور میاشتې مخکې هم د محمداغې ښاروال سیف الله پر کاډي وسله وال برید شوی وو، چې برسیرن ټپي شوی و خو په دغه برید کې ورسره دوه نور کسان وژل شوي وو.

لوګر چې امینت يې د پلازمېنې کابل لپاره مهم بلل کېږي، خو کله نا کله ترې د نا امنیو رپوټونه ورکول کیږي.

ورته مطالب