د رایو تفتیش ۲۴ ساعته نور وځنډول شو

د انځور حقوق
Image caption دا څویم ځل دی چې د رایو تفتیش ځنډول کېږي.

نن د دواړو ټاکنیزو ډلو څارونکو ویلي وو، چې کمیسیون ته په ورتګ سره د ښاغلي عبدالله د ټیم له په غوښتنې د ۲۴ ساعتونو لپاره د رایو تفتیش وځنډول شو.

په پام کې وه، چې د رایو تفتیش د شنبې پر ورځ (زمری ۱۱/اګست ۲) بیا پیل شي.

پر همدې مهال، د اشرف غني احمدزي ټیم ویلي، چې سر له سبا (یکشنبې/ زمری ۱۲) به –که د عبدالله ټیم پکې حاضر و اویا نه و - د رایو تفتیش پیل شي.

خو د عبدالله عبدالله ټاکنیز ټیم ویلي: "موږ پر دې باوري یو چې د ملګرو ملتونو وړاندیزونه په بشپړ ډول پراخۍ درغلۍ وارزول شي. پر دې اساس د درغلیو د ارزونو لپاره د نورو معیارونو غوښتنه کوو، چې په دې برخه کې مو ملګرو ملتونو ته پنځه معیارونه وړاندې کړي".

کمیسیون ته زموږ یوه ورغلي خبریال وویل، د کمیسیون د سرچینو په حواله د اصلاحاتو او همګرایۍ ټیم له کمیسیون ۲۴ ساعته نور مهلت غوښتی دی.

وړاندې، د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر (یونما) له مشر یان کوبیش سره کابل کې خبریالانو ته ویلي وو، نوماندانو په اصولو کې ټول ټاکنیز معیارونه منلي، چې خپله ژمنتیا باید وساتي.

دوی ويلي وو، چې د رایو بیا ارزونه به پر شنبې (زمري ۱۱/اګست ۲) پیلېږي، خو داسې ونه شول.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشر احمد یوسف نورستاني ویلي و، نوماندانو په اصولو کې ټاکنیز معیارونه منلي او په عملي کولو کې یې ''مجبور او مکلف '' دي:

''نوماندانو په اصولو کې موافقه کړې، چې د ټاکنو۱۱ مادې به مني، ملګرو ملتونو ۵ مادې د نړۍ له غوره ټاکنو اخیستې. اوس د رایو د ابطال او چک لیست لپاره ۸ نور معیارونه د دوی په غوښتنه اضافه شوي، موږ تصویب کړي دي. نوماندان مجبور او مکلف دي، چې دغه معیارونه ومني؛ ځکه چې م. م موږ ته رسماً لیکلي چې دوی په اصولو کې پر دې موافقه کړې او خپله ژمنتیا باید وساتي''.

د کرزي غبرګون

وړاندې، د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د ټاکنو د اعلانېدو هر راز ځنډېدل د نه منلو وړ بللي وو.

د انځور حقوق AFP
Image caption کرزی وايي، د پایلو ځنډېدل د حکومت پر کار منفي اغېز کوي.

د ولسمشر کرزي ویاند ایمل فیضي بي بي سي ته ویلي وو ''د افغانستان ولسمشر د اروپايي اتحادیې، ملګرو ملتونو له استازو او امریکايي چارواکو سره په خبرو کې دا پیغام درلود، چې د ټاکنو پایلې باید د اګست په میاشت کې نهايي شي، چې په دې سره د راتلونکي ولسمشر د لوړې مراسم د همدې میاشتې په وروستیو کې وشي ''.

ښاغلي فیضي وویل، د پایلو ځنډېدل د حکومت پر کار منفي اغېز کوي، او د افغانستان د راتلونکي په اړه بدګوماني رامنځ ته کوي.

په پام کې ده چې په راتلونکې سپتمبر میاشت کې د برتانیا وېلز کې د ناټو سرمشریزه جوړه شي، چې د کرزي د ویاند په خبره د دې ناستې تر جوړېدو پورې باید افغانستان نوی ولسمشر وټاکل شي.

ورته مطالب