کريم خليلي ته منسوب غږ او د پلټنو غوښتنه

د انځور حقوق khalili.af
Image caption ښاغلي خليلي ته د منسوب غږ په تړاو د پلټنو غوښتنه وشوه

د افغان ولسمشر د دويم مرستيال کريم خليلي د دفتر مشر عباس بصير وايي د اصلاحاتو او همپالنې د ډلې له لوري ښاغلي خليلي ته منسوب خپور شوى غږ جعلي (کلپي) دى

ښاغلي بصير وويل د دغې غږيزې ټوټې خپراوى ځانگړې سياسي موخې لري، او د اصلاحاتو او همپالنې ډله غواړي ټاکنيز بهير ټپ ودروي. د ښاغلي خليلي د دفتر مشر له عدلي او قضايي بنسټونو په دې تړاو د اړينو پلټنو او اقدام غوښتنه وکړه.

د افغانستان د ولسمشريزو ټاکنو نوماند عبدالله عبدالله ټاکنيزې ډلې، داسې يو غږ خپور کړى چې وايي د ولسمشر د دويم مرستيال کريم خليلي دى، او په ټاکنو کې د نوموړي لاسوهنه ثابتوي.

خپوړ شوى غږ چې د اصلاحاتو او همپالنې د ډلې په وينا د ښاغلي خليلي دى وار له مخه په ټاکنو کې د بل نوماند اشرف غني احمدزي د بري ډاډ ورکوي.

ثبت شوى غږ وايي " ما له افغان ولسمشر او زموږ له نړېوالو ملگرو سره خبرې کړي او هغوى دا ډاډ راکړى چې له هرې شونې لارې او وسيلې به د دې ډلې په گټه کار اخيستل کېږي ان که ل ټاکنيزو لارو چارو سره په ټکر کې هم وي."

د ښاغلي عبدالله د ټاکنيزې ډلې مشر نصرالله بريالى ارسلايي وويل دا يو ريښتونى سند دى او د خپرولو موخه يې د دۀ په وينا خلکو ته دا ويل دي چې د ټاکنو په نامه کميسيون د حکومت په لاس کې يوه وسيله ده او د يوۀ نوماند په گټه يې درغلۍ کړې.

د ښاغلي کريمي د دفتر مشر يوې خبري غونډې ته وويل د ثبت شوي غږ ځينې برخې د ښاغلي خليلي دي خو ځينې نورې بيا د اصلاحاتو او همپالنې د ډلې له لوري جعلي (کلپي) جوړې شوې دي. ښاغلي بصير زياته کړه آن که داسې و انگېرل شي چې دا غږ د ښاغلي خليلي هم وي خو بيا هم داسې هېڅ دليل نه شته چې وښيي نوموړى دې درغلي کړې وي. عباس بصير زياته کړه که ښاغلي خليلي ويلي وي چې د نړېوالې ټولنې يوه برخه د ښاغلي اشرف غنې د ټاکنيزې ډلې ملاتړ کوي، نو دا له درغليو سره هېڅ تړاو نه لري.

ښاغلي ارسلايي دا ونه ويل چې د دوى ټاکنيزې ډلې دا غږ له کوم ځاى او څنگه ترلاسه کړى خو وايي چې ښاغلي خليلي دا څرگندونې په يوې ځانگړې او پټې ناستې کې کړې دي.

په همدې حال کې د ښاغلي عبدالله ټاکنيزې ډلې ويلي د افغان ولسمشر د دويم مرستيال د څرگندونو يواځې يوه برخه يې خپره کړې او په ټاکنو کې درغلۍ په تړاو نور اسناد هم په لاس کې لري.

ورته مطالب