کابل کې چاودنې څلور افغان سرتېري وژلي

د انځور حقوق Reuters
Image caption ټاکنو له ترسره کېدو راهیسې د تاوتریخوالي پېښې ډېرې شوې

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، نن (دوشنبه) ګهیځ د کابل ولایت موسهي ولسوالۍ اړوند سیمه کې د سړک غاړې ماین چاودنې کې د افغان ملي پوځ څلور سرتېري وژل شوي.

د ملي دفاع وزارت یوه خبر پاڼه کې ویلي، سرتېري د ګزمې حال کې وو، چې پر ګاډي یې د ماین چاودنه وشوه. پېښه کې څلور نور سرتېري ټپیان شوي دي.

افغانستان کې د ولسمشریزو ټاکنو له ترسره کېدو راهیسې د تاوتریخوالي پېښې ډېرې شوې دي.

هلمند

له بلې خوا د هلمند امنیتي چارواکي وایي، په سنګین ولسوالۍ کې د پیل شویو پوځي عملیاتو پرمهال یې دوه نورې سیمې توغي او هراتیان له وسلوالو نیولې دي.

زموږ همکار مامون درانی رپوټ کې لیکي، د هلمند د پولیسو ویاند شاه محمود اشنا وایي، چې په دغه سیمه کې د تیرو دوو ورځو راهیسې د وسلوالو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ درنه نښته روانه وه.

نوموړی زیاتوي، د توغي او هراتیانو په سیمه کې یی درې امنیتي پوستې له وسلوالو بیرته نیولې.

که څه هم چارواکي وایي، دعملیاتو پر مهال ولسي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتي، خو زیاتوي چې دوه پولیس د جګړي پرمهال ټپیان شوي.

همدارنګه د کورنیو چارو وزارت په اعلامیه کې د دغه پېښې په اړه راغلي چې د سنګین ولسوالۍ په بوستان زویو په سېمو کې ۳۰ مخالف وسله وال وژلي او ۴۵ یې ټپیان کړي دي.

وسلوال طالبان بیا وایي، په سنګین ولسوالۍ کي په یوه وسلوال برید کي یو پولیس وژل شوی او یو بل ټپي شوی.

ددغې ډلې ویاند قاری یوسف احمدی وایي، تېره ورځ یې د سنګین ولسوالۍ پر ودانۍ او یوه پوځي اډه توغندیز بریدونه کړي.

د روزګان ولایت د خاص روزګان ولسوالۍ چارواکي وایي، د تېرو څو ورځو راهیسې د وسلوالو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ درنه نښته روانه ده.

د خاص روزګان ولسوالی امنیه قومندان دویم څارن قاري نظر محمد وایي، په دغه نښته کې لږترلږ ۲۵ وسلوال وژل شوي او دوه پولیس ټپیان شوي دي.

نښته د تیرې سه شنبې په ورځ د لسګونو وسلوالو طالبانو چې ویل کېږي یو شمیر بهرنیان یی هم په منځ کې وو د افغان امنیتې ځواکونو پر پوستو باندې د بریدونه کړې وه.

د خاص روزګان د پولیس مشر وایي، چې د مرکز ترینکوټ څخه د وسلوالو د ځپلو لپاره تازه ځواکونه هم ور رسیدلي .

د روزګان ولایت د دهراو د ولسوالۍ څخه هم یو شمیر راپورونه ښي چې یو شمیر وسلوالو پر امنیتي پوستو باندې بریدونه کړي خو د مخامخ جګړې راپورنه لا نه دي ورکول شوي.

په دې وروستیو کې وسلوالو د افغانستان په سویلې ولایتونو کې خپلو پراخو بریدونو ته زور ورکړي چې یو شمیر چارواکي د دغه بریدونو پیل سیمې ته د بهرنیو طالبان پراخ راتګ بولي.

وړاندي ولسمشر کرزی هم ویلي وه چې افغانستان ته په پراخه توګه بهرنی ترهګره راغلي چې غواړه په دغه هیواد کې امنیتي وضعیت ګډوډ کړي.

دا بریدونه لا په روزګان کې دوام لري خو چارواکي وايي، چې سېمې ته یې نور ځواکونه هم استولي.

ننګرهار

له بلې خوا په د ننګرهار د حصارک ولسوال عبد الخالق معروف ویلي و، د افغان ځانګړو ځواکونو وړمه شپې په عملیاتو کې په دغې ولسوالۍ کې د طالبانو نظامي مسؤول قاري الیاس وژل شوی.

د تېر کوچني اختر په دویمه ورځ وسله والو طالبانو پر حصارک پراخ برید.

ورته مطالب