سترې محکمې د برېتانوي سرتېري اپیل رد کړ

د انځور حقوق PA
Image caption بلکمېن د پوځ له دندې "په بې عزتۍ سره ګوښه" کړای شوی و.

د برېتانیا د یوه پخواني سرتېري له خوا د یوه افغان اورپکي د وژلو پر جرم د محکومېدلو پر وړاندې د ده اپیل د سترې محکمې له لوري رد شوی دی.

د ټانټن سیمې دغه پخوانی سرتېری الیکزانډر بلکمېن د نومبر په میاشت کې په یوه پوځي محکمه کې د وژنې په جرم په ۱۰ کاله بند محکوم شوی و.

د مې په میاشت کې یوې بلې محکمې د پوځي محکمې له خوا د دغه سرتېري د بند موده تر اتو کلونو کمه کړې وه.

خو اوس د همدې محکمې یوه قاضي د دغه سرتېري نوی غوښتنلیک چې غواړي ستره محکمه کې خپله قضیه نوره هم تعقیب کړي رد کړی دی.

د وژنې دغه پېښه د ۲۰۱۱ کال د سپټمبر پر ۱۱ هغه مهال را منځ ته شوه چې هلمند ولایت کې د ګزمې پر مهال دوو اورپکو پر برېتانوي ځواکونو برید وکړ.

له چورلکې نه په ډزو کې یو سخت ټپي شوی اورپکی برېتانوي ځواکونو نیولی و.

د یوه بل سرتېري په خولۍ کې ځای پر ځای شوې کامره ښیي چې بلکمېن دغه افغان بندي له نږدې واټنه په سینه په ډزو ویشتی.

بلکمېن د ډزو پر مهال دغه کس ته ښکنځلې هم کړې او خپلو ملګرو ته یې ویلي دي چې ‎(ملګرو، دا خو ښه کار و نه شو. ما د جینیوا کنوانسیون مات کړ).

بلفرډ کې پوځي محکمې بلکمېن د اورپکي پر وژنه محکوم کړ خو دوه نور ملګري یې بې ګناه وبلل شول.

بلکمېن د پوځ له دندې (په بې عزتۍ سره ګوښه) کړای شوی و.

هغه ۱۵ کاله د پوځ په لیکو کې په عراق، افغانستان او شمالي ایرلینډ کې دنده تر سره کړې وه.

بلکمېن پر ځان د وژنې تور نه و منلی او ویلي یې وو چې هغه پر اورپکي ځکه ډزې کړې وې چې ګومان یې کاوه مړ به وي. د بلکمېن په وینا ده غوښتل پر مړي خپله غوصه وباسي.

ورته مطالب