هرات کې د یوې کورنۍ څلور غړي وژل شوي

Image caption د وژل شویو مړي د هرات د ولایت ودانۍ مخې ته د احتجاج په توګه اېښودل شوي

د افغانستان سوېلي هرات ولایت چارواکي او عیني شاهدان وايي، په سوېلي شینډنډ ولسوالۍ کې د 'بهرنیو ځواکونو' برید د یوې ښځې او یوه ماشوم په ګډون څلور ولسي وګړي وژلي.

ټول وژل شوي د یوې کورنۍ غړي دي.

په افغانستان کې مېشتو ایساف ځواکونو بي بي سي ته وویل، د پېښې په اړه خبر دي، خو د وژل شویو د هویت په اړه معلومات نه لري، خو وايي د پېښې پرمهال په سیمه کې اورپکي وو.

د ایساف مطبوعاتي دفتر وايي، اوس نه شي ویلی، چې وژل شوي اورپکي دي او که ولسي وګړي.

د هرات مرستیال والي اصیل الدین جامي، د وژل شویو کسانو له خپلوانو سره وکتل او د وژل شویو جنازې یې له نژدې وکتلې:

''ددغو څلورو کسانو په اړه هغه سلګونه کسان، چې دلته راغلي وو او ما یې له هر یوه سره خبرې وکړې، شهادت ورکوي. موږ هم په دې اړه یو پلاوی ټاکلی، پلاوي هم د خلکو خبره ومنله، چې دغه کسان د بهرنیانو د چورلکو په برید کې وژل شوي''.

''موږ د بشپړې څېړنې ژمنه وکړه، په هرات کې مو د بهرنیو چارو وزارت استازولي رابللې وه، چې په دې اړه د هرات د چارواکو او خلکو جدي اعتراض او لیکونه بهرنیو ځواکونو ته ورسوي. موږ له خلکو سره ژمنه وکړه، چې د ولسمشرۍ لوړ مقام ته به هم په مرکز کې خبر ورکوو''.

په وژل شویو کې یو د پاخه عمر سړی، یوه ښځه، یو زلمی او بل څلور کلن ماشوم دی.

جامي یوې خبري غونډې ته وویل، ټول وژل شوي ولسي وګړي دي، چې دوی دا برید په کلکو ټکو غندي.

نوموړي دا هم وویل، چې په لیکلې بڼه یې د ولسي وګړو د وژل کېدو په اړه شکایت بهرنیو ځواکونو ته سپارلی دی.

د وژل شویو خپلوان وايي، عزیزان یې پر موټر سایکل سپاره وو، چې بهرنیو ځواکونو بمبار پرې وکړ.

عیني شاهدانو ویلي، وژل شوي د یوې کورنۍ غړي دي، چې اوس یې ایله دوه ماشومان ژوندي پاتې دي.

تر پېښې وروسته، د شینډنډ ولسوالۍ سلګونو اوسېدونکو د سې شنبې پر ورځ د وژل شویو کسانو مړي هرات ښار ته ولېږدول او د ولایت ودانۍ مخې ته یې کېښودل.

دغو په غوسه شویو خلکو د امریکا او افغان چارواکو پرضد شعارونه ورکول او پر افغان چارواکو یې تور پورې کړ، چې د ولسي وګړو د وژل کېدو د مخنیوي لپاره هېڅ غبرګون نه ښيي.

د تېرې جولای میاشتې پر ۲۴، د لوېدیځ هرات ښار په زړه کې ناپېژاندو وسله والو دوې بهرنۍ ښځې وژلې وې.

له وژل شویو یوه ښځه د هالنډ او بله د پولنډ ښوول شوې وه.

Image caption د شینډنډ اوسېدونکو د دغه برید پرضد مظاهره کړې ده

ورته مطالب