کيري له کرزي او دوو نوماندانو سره کتلي دي

د انځور حقوق AFP
Image caption د جولای په میاشت کې له سفر وروسته دا کابل ته د جان کیري دوهم سفر دی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په کابل کې له ولسمشر کرزي او د ولسمشرۍ له نوماندانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله سره د ټاکنو د کړکېچ پر سر خبرې کړې دي.

خو د دغو کتنو په اړه ډېر جزييات نه دي ډاګيزه شوي.

له ارګ نه خپره شوې وينا پاڼه کاږي، چې له جان کيري سره د خبرو پر مهال ولسمشر کرزي يو ځل بيا ټينګار کړی، چې د دويم پړاو ټاکنو پايلې بايد د اګست مياشت کې دننه معلومې شي.

د جولای په میاشت کې له سفر او د ولسمشرۍ له نوماندانو سره د تیلیفوني اړیکو وروسته دا کابل ته د ښاغلي کیري دوهم سفر دی.

نوموړی به د خپل سفر پر مهال دواړه نوماندان دې ته وهڅوي چې د رایو د ارزونې بهیر د ګړندي کولو په برخه کې همکاري وکړي او د جولای میاشت د خبرو اترو په پایله کې د شوې سیاسي هوکړې د جزئیاتو په برخه کې پرمختګ وکړي.

ښاغلی کیري به د ملي ګټو او د افغانانو د لاسته راوړنو او پرمختګ د خوندي ساتلو لپاره نوماندان د دوی د سیاسي پوهې او همکارۍ د روحیې پر بنسټ دوه اړخیزې همکارۍ ته وهڅوي.

پڅ بهیر

بل لور ته افغان ولسمشر حامد کرزي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړي استازي ته ویلي چې د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې باید په روانه میلادي میاشت کې په ډاګه شي.

دغه راز د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ او د مدني ټولنې یو شمېر بنسټونو د ولسمشرۍ ټاکنو د رایو بیا شمیرلو د بهیر د پڅ پرمختګ له امله اندیښنه وښوده، خو د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي ددغه بهیر د چټکولو لپاره یې هڅې دوام لري.

د ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې ښاغلي کرزي په دغې کتنې کې ویلي چې افغانان له څو میاشتو راهیسې د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو په انتظار دي او دا چې دغه پڅ بهیر دافغانستان په امنیتي او اقتصادي وضعیت ناوړه اغیز کړی دی.

د انځور حقوق AFP
Image caption د ټاکنو خپلواک کمیسيون وایي د رایو ټول صندوقونه مرکزي دفتر ته رالیږدول شوي

خبرپاڼه زیاتوي چې ښاغلي کرزي په دغې کتنه کې ټینګار کړی چې د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې باید په روانې میلادي میاشتې کې په ډاګه شي.

بل لورته د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ او د مدني ټولنې یو شمیر بنسټونو د ولسمشرۍ ټاکنو ددویم پړاو د ټولو رایو د بیا شمیر او تفتیش د پڅ بهیر له امله اندیښنه څرګنده کړه.

په همدې اړه جوړه شوې خبري غونډه کې د تیفا مشر محمد نعیم ایوب زاده وویل د رایو د بیا شمیرلو د اوږدې پروسې له امله پر ټاکنیزو بنسټونو د خلکو باور کم شوی دی.

خو د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور وايي د رایو د بیا شمېرلو د لا چټکولو لپاره په پام کې ده چې نوي کورني او بهرني څارونکي په پروسه کې شامل کړل شي او په دې برخه کې دده په وینا ځیني ګامونه پورته شوي دي.

د رایو د لېږد لړۍ

بل خوا، د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسيون وایي د رایو ټول صندوقونه مرکزي دفتر ته رالیږدول شوي، چې تر دې دمه د شاوخوا ۳۵۰۰صندوقونو رایې ارزول شوې دي.

ددغه کمیسیون ویاند نور محمد نوري خبریالانو ته وویل، د ټولو ۲۲ زرو او ۸۲۸ صندوقونو رایې دا مهال په کابل کې دي.

ددغه کمیسیون چارواکو هیلمندي ښوولې، چې تر ټاکل شوي مهالوېش پورې د رایو ارزونه او شمېرنه پای ته ورسیږي او د دویم پړاو تېرو ولسمشریزو ټاکنو وروستۍ پایلې به په ډاګه شي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون کې د ولسمشریزو ټاکنو د دویم پړاو رایو ارزونه او شمېرنه د کورنیو او بهرنیو څارونکو تر څار لاندې د دواړو نوماندانو د استازو په حضور کې پرمخ ځي.

د رایو ارزونې دغه بهیر هره ورځ د دوه سوه ډلو له خوا د سهار له ۷ بجو پیلیږي او د ماښام تر اتو بجو دغه لړۍ دوام کوي.

د ټاکنو کمیسیون چارواکي وایي د رایو ارزونې بهیر د ګړندیتوب په موخه به په راتلونکې کې د ارزونې ډلې درو سوو ته پورته کړي.

ددغه کمیسیون ویاند نور محمد نور وایي، هیلمند دي چې تر ټاکل شوې مودې د ارزونې بهیر پای ته ورسیږي او د دویم پړاو د ولسمشریزو ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان شي.

ورته مطالب