بدخشاني قهرېدلو د ملا امام 'تورن قاتلان' وژلي

د انځور حقوق nocredit
Image caption د بدخشان ولایت ځینې برخې ناامنه دي.

د افغانستان په شمال ختيځ بدخشان ولايت کې دوه کسه چې د يوه ملا امام په وژلو تورن وو د راغستان ولسوالۍ د سلګونو اوسېدونکو له لوري وژل شوي دي.

د بي بي سي خبريال د ځايي چارواکو له قوله وايي دغه دوه کسه د راغستان په امنيه قومندانۍ کې بنديان وو، خو قهرېدلو خلکو د ملا امام د جنازې له لمانځه وروسته د پوليسو پر مرکز يرغل ورووړ او په وهلو وهلو يې دواړه مړه کړل.

تر اوسه د ملا امام د وژلو څرنګوالی او انګېزه نه ده معلومه.

د بدخشان د والي ویاند احمد نوي فروتن ویلي، چې مولوي صبغت الله دوه ورځې مخکې د راغستان له بازاره کور ته پر لاره د دوو موټرسایکل سپرو وسله والو له لوري په ډزو ووژل شو.

ښاغلی فروتن زیاتوي، پرون دوه کسان د ملا امام د وژنې په تور ونیول شول، او ماښام خلکو د مولوي تر خښولو وروسته د پولسو پر مرکز هجوم وروړی او د بندیانو خونې ته ننوتي دي.

د بدخشان د والي ویاند زیاتوي، قهرېدلو خلکو د مولوي په قتل تورن کسان په بېلچو، کولنګ او چړو ووژل.

د بدخشان د جنايي څېړنو مدیر امام علي عزیزي وايي، تورنو نه وه منلې، چې ګني د مولوي صبغت الله قاتلین دي.

راغستان د مرکز فیض اباد په شمال کې یوه نسبتاً نارامه ولسوالي ده، چې په وروستیو کې وسله وال اورپکي پکې ډېر شوي دي.

هلته د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي ګوند د جنګیالیو فعالیتونه هم ډېر شوي.

تر اوسه څرګنده نه ده، چې تورنو له کومې ډلې سره تړاو درلود.

بل خوا د بدخشان پولیس وايي، د دغه مذهبي مشر د وژنې په اړه تر اوسه دقیقه او بشپړه پلټنه نه ده شوې.

ورته مطالب