د امریکايي جنرال د وژل کېدو په اړه پلټنه پیل شوه

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption تر پېښې وروسته په اکاډيمۍ کې امنیت لانور ټینګ شوی

د افغانستان دفاع وزارت پوځي پوهنتون کې پر بهرنیو ځواکونو د افغان سرتېري له خوا برید د دغه هېواد لپاره د اندیښنې وړ عمل بللی.

کابل کې زموږ همکاره زمزله نیازۍ پخپل راپور کې وايي، د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي بي بي سي ته وویل، د برید رامنځ ته کېدو د څرنګوالي په اړه یې یو پلاوی ټاکلی دی.

د تېرې سې شنبې پر ورځ په دغه پوځي اکاډيمۍ کې د یوه افغان سرتېري په ډزو یو لوړپوړی امریکایی جنرال هارلډ ګرین ووژل شول او د یوه جرمني جنرال په ګډون نژدې یوویشت افغان او بهرني سرتېري ټپیان شول.

د افغانستان دفاع وزارت وایي په وروستیو کې پر امنیتي پوستو بریدونه ډیر شوي، خو د کابل د پوځي پوهنتون د ننه وروستۍ وژونکې پېښې د دوی اندېښنه لا ډېره کړې ده:

''سره له دې چې دوی څو ځلې ویلي، دا ډول پېښې زموږ پر مرستو او اړیکو هېڅ منفي اغېز نه کوي، خو دا ډول پېښې دواړوې خواوې اندېښمنوي''.

له دغې پېښې دوه ورځې وروسته یوه عیني شاهد چې له پېښې روغ رمټ پاتې دی، د خپلو سترګو لیدلی حال له بي بي سي سره شریک کړی.

دی وايي ''بریدګر له پوځیانو په یوه شاوخوا پنځه متره لیرې حمام کې پټ و او له هماغه ځایه یې ډزې وکړې، لومړی ټولو داسې انګېرله چې ګني پوهنتون ته څېرمه له یوې جګپوړې ودانۍ نه ډزې کېږي، ټولو بې هدفه ډزې کولې.

د برید پر ۳ دقیقه د یوه سرتېري سترګې پر برید کوونکي ولګېدې، او هغه یې په ډزو وواژه. د برید کوونکي څلور مرمۍ پر امریکايي جنرال هارولد ګرین ولګیدې او پرځمکه ولوېد.

یاد برید کوونکی یو له هغو دریو ساتونکو و چې د جنرالانو د ساتلو په موخه به یې تل وسله له ځان سره ګرځوله، د افغانستان دفاع وزارت وایي، د دې پېښې په تړاو به څېړنې څو ورځې وروسته په ډاګه شي''.

د یاد وزارت ویاند ظاهر عظیمي د دا ډول پیښو ډېرېدل پر هغو مرستو اغېز لرونکي بولي، چې بهرنیان یې له افغان ځواکونو سره کوي.

د افغانستان دفاع وزارت د بریدګر نوم رفیق الله یادوي، چې په وینا یې د پکتیا ولایت و. د دوی په وینا، دغه یوویشت کلن سرتېری دوه نیم کاله کېدل چې د افغانستان له ځواکونو سره یو ځای شوی، چې په هرو درو میاشتو کې به یوځل پکتیا ته تله.

په وروستیو کلونو کې پر آبي د زرغون بریدونه د طالبانو له لوري یو جګړه ییز تاکتیک ګڼل شوی، چې د ځینو رپوټونو پربنسټ له ۲۰۱۲ کال راهيسې کم شوي دي.

په ۲۰۱۲ کال ددغه ډول بریدونو شمېر پنځوسو ته رسېدلی و، خو په ۲۰۱۳ کې ۱۵ ته راټیټ شو، او سږ کال یوازې څلور دا ډول پېښې شوې دي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption په برید کې لوړپوړی امریکایی جنرال هارولد ګرین ووژل شو.
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption پر دغې پوځي اکاډيمۍ نژدې ۴۲ میلیونه ډالره لګښت راغلی، چې برتانیا یې ورکوي.

ورته مطالب