کندهار ته ورغلي برېښنايي مزي بیا ورغول شول

د انځور حقوق b
Image caption له کجکي نه لښکرګاه او کندهار ته د برېښنا مزي وغځېدل

د کندهار د برېښنا شرکت مسولين وايي، د هغو مزو په رغولو توانیدلي چې د کجکي د برېښنا د تولید له فابریکې کندهار او لښکرګاه ته برېښنا لېږ دوي .

دغه مزي دوې مياشتي وړاندي د هلمند په سنګين ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو او افغان ځواکونو تر منځ د جګړې له امله پرې شوي وو.

د بي بي سي خبریال مامون درانی وايي، څو اوونۍ وړاندې د کجکي ولسوالۍ نه کندهار ته د برېښنا د مزو د رغولو پر مهال د سنګين ولسوالۍ د برېښنا مسول محمد نبي د ماین په چاودنه کي ووژل شو.

د کندهار د برېښنا شرکت تجارتي مرستيال امان الله ایوب فاروقي وايي، چې په تېرو دوو میاشتو کې سره له دې چې په سېمه کې سخته جګړه روانه وه څو ځله یې د دغه مزو د رغولو هڅه کړې .

هغه زياته کړه، چې د جګړې له امله د کجکي له بند څخه کندهار ته غځېدلی لين تر پنځوسو زیاتو ځایو کې پرې شوی و او په لسګونه کیلو مترو لين هم ورک شوی و.

د ده په وينا، د جګړې پر مهال د برېښنا یو شمېر ستنې ويجاړې شوې وې بیرته ورغولی شوې.

چارواکي وایي، چې له کجکي نه د (اکست ۱) سهار لس بجې یو ځل بیا کندهار او لښکرګاه ته برېښنا جريان عادی حالت ته را ګرځیدلي او اوس د کجکی له برېښنا فابریکې نه کندهار ته ۱۲ مېګاواټه او لښکرګاه ښار ته شپږ مېګاواټه برېښنا ورکول کېږي.

د کندهار د برېښنا شرکت مسولين وايي، چې دغه برېښنا د کندهار لپاره بسنه نه کوي او غوښتنه کوي، چي خلک باید د مصرف شوي برېښنا بيلونه پر وخت تحویل کړي او هم په برېښنا کي سپما وکړي.

کندهار که څه هم د برېښنا د توليد زياتې سرچينې لري، خو د نه پاملرنې او د ميليونونو ډالرو په لګولو سره بيا هم یوازې پر ډېزلي برېښنا بسنه شوې.

د کندهار د برېښنا شرکت چارواکي وایي، هغه جنراتورونه چې دم ګړۍ دوی ترې کار اخلي له کاره لویدلي او ان دلته يې د ترميم ظرفيت او پرزې نه شته.

د کندهار د برېښنا لپاره په تیرو کلونو کې څه باندې ۳۰۰ میلیونه ډالره لګول شوي چې دغه پیسې یوازې د بریښنا د تولید پر لنډ مهاله پروژو لګول شوې.

ورته مطالب