"پر رستورانټ د چپاو موخه د بې لارۍ مخنيوى وو"

Image caption د پولیسو چارواکي وايي لوړ پوړو چارواکو ورته لارښوونه کړې چې له غدیو او کوڅه ډبو سره مقابله وکړي.

د کابل ښار په لوېدیځ کې د یو شمېر رستورانټونو خاوندان وايي پولیسو د دوی د کار پر ځای چپاو وړى، او د مېرمنو په ګډون څو تنه يې وهلي ټکولي او ځینې یې له ځان سره بیولي دي.

تېره ورځ پر يوۀ رستورانټ د پوليسو د چپاو پر مهال یو شمېر نارینه د پولیسو حوزې ته بیول شوي چې وروسته په خرېلو سرونو کورونو ته لېږل شوي دي.

د پولیسو چارواکي وايي لوړ پوړو چارواکو ورته لارښوونه کړې چې له غدیو او کوڅه ډبو سره مقابله وکړي.

يوه مېرمن چې د پوليسو د بريد پر مهال په رستورانت کې بي بي سي ته وويل "زه یې په زړه کې په لغته ووهلم، زه خپله د زړه ناروغي هم لرم. دوه ټیلیفونونه مې هم ورک شول. سخته حیرانونکې پېښه وه، نه شم کولای چې بیان یې کړم، ښکنځلې یې کولې او ویل یې چې پاڅئ ووځۍ."

یو شمېر نارینه په دغه رستورانت کې تر نیول کېدو وروسته څو ساعته د پولیسو په حوزې کې ساتل شوي او وروسته يې ان سرونه هم خرېلي وو.

د ځوانانو تر منځ د ډار او وېرې د رامنځته کولو تر ځنګ دغه برید د رستورانت کار او بار هم زیانمن کړی دی:

په کابل کې د رستورانت يوۀ څښتن اکبر شاهي وايي وړاندې یې هم ورته پېښې لیدلي خو تر ټولو سخت یې همدا وروستی وو، خو ښاغلي شاهي د د دغه راز چپاو د لاملونو په اړه څه و نه ويل.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش بي بي سي ته وویل د تېرې ورځې برید د سیمې د خلکو د شکایت پر بنسټ شوی دی. هغه د ځوانانو وهل ټکول ردوي خو وايي له دې سره سره یې د پېښې د څېړلو لپاره یو پلاوی ټاکلى دی.

په یو شمېر ښارونو کې له خلکو سره د پولیسو ناوړه چلند ځینې وخت خبر جوړونکی وي، چې چارواکو یې تل د سمون ژمنې هم کړې دي.

ورته مطالب