افغان هوايي ډګرونو کې د څار وسایل لګول کېږي

Image caption د افغانستان له فضا تیریدونکې الوتنې به د کره څار وړ او خوندي وګرځي

افغان حکومت وايي، په پام کې لري چې د فضا د خوندیتابه او له دې لیکې د تلونکو الوتکو د څار په موخه د دغه هیواد په هوايي ډګرونو کې د څار وسايل ولګوي.

نوي څار توکي له دې هیلې سره لګول کیږي، چې هوايي خدمتونه معیاري او د افغانستان له فضا تیریدونکې الوتنې د کره څار وړ او خوندي وګرځي.

د افغانستان د هوایي چلند ادارې ویاند قاسم رحیمي وویل، تر دې وروسته به د هغو الوتکو انځور او ځانګړتیاوې په رادار کې ښکاري چې د دغه هیواد له فضا تیریږي.

ډیر ژر به د افغانستان د فضا د خوندیتابه ، او له دې لیکې د تلونکو الوتکو د څار په موخه ددغه هیواد په هوايي ډګرونو کې پرمختللي وسایل او څار توکي تر بیا رغاونې وروسته بیا ولګول شي.

اړوندو چارواکو بي بي سي ته ویلي دي چې په دې ګام سره به الوتنې خوندي او عبوري عواید ډیر شي.

مصطفی سالک په دې اړه خپل رپوټ کې لیکي: په نویو څارونکو وسایلو سره د افغانستان د هوايي ډګرونو سنبالښت نژدې ۶ میلونو ډالرو لګښت ته اړتیا لري، چې د یو جرمني شرکت په لاس لګول کیږي.

نوي څار توکي له دې هیلې سره لګول کیږي، چې هوايي خدمتونه معیاري، او د افغانستان له فضا تیریدونکي الوتنې د کره څار وړ او خوندي وګرځي.

د افغانستان د هوایي چلند ادارې ویاند قاسم رحیمي وویل، چې تر دې سنبالښت وروسته به د هغو الوتکو انځور او ځانګړتیاوې په رادار کې ښکاري چې ددغه هیواد له فضا تیریږي.

وسمهال چې کومې الوتکې له افغانستانه تیریږي، يوازې له پیلوټ سره یې د خبرو اترو په مرسته لار ښوونه ورته کیږي.

له دې پرمختیا داسې مهال خبریږو، چې د افغانستان د هوايي حریم د مسولیت چارې له بهرنیو ځواکونو افغان هغو ته د لیږدولو په حال کې دي.

اړوند چارواکي وايي، چې له دې پرمختیا سره به د افغانستان له فضا د لیږد عواید هم ډیر شي.

تیر کال دغه هیواد د خپل هوايي حریم له بیلو برخو څه باندې ۳ میلیارده افغانۍ ګټه کړې ده.

د افغانستان د هوايي چلند بنسټ وايي، چې ددغو څار توکیو بیا رغاونه به یو کال وخت ونیسي، او په وینا یې د پروژې تر بشپړتیا وروسته به په دغه هیواد کې د بهرنیو هوايي شرکتونو لیوالتیا د اوس په پرتله نوره هم ډیره شي.

ورته مطالب