کابل کې پر بهرنيو ځواکونو ځانمرګی بريد شوی

د انځور حقوق Reuters
Image caption په دغه برید کې څلور تنه ولسي وګړي وژل شوي

افغان چارواکي وايي د پلازمېنې کابل په لويديځه څنډه کې د بهرنيو ځواکونو د موټرو پر کاروان موټر بم بريد شوی دی.

دغه بريد نن (اګست ۱۰) له غرمې مخکې د افغانستان د ملي شورا ودانۍ ته څېرمه د علاوالدين په درې لارې کې شوی دی.

د کابل ولایت امنیه قوماندانۍ په خپله اعلامیه کې ويلي، په دغه کې د یوې مېرمنې او دوو ماشومانو په ګډون څلور ولسي وګړي وژل شوي دي او له ۳۵ ډېر کسان ټپیان دي چې په ټپیانو کې هم یوه مېرمن او یو ماشوم شامل دی.

له بلې خوا د افغانستان د کورنيو چارو وزارت يوه وياند نجيب دانش بي بي سي ته د دغه برید په اړه وويل:" د کابل په شپږمه حوزه کې چې دغه سېمه د علاوالدين درې لارې په نوم يادېږي د بهرنيو ځواکونو پر يوه کاروان ځانمرګی بريد شوی. زموږ لومړي معلومات ښيي چې په دغه پېښه کې څلور ملکيان شهيدان شوي".

په دغه بريد کې بهرنيو ځواکونو ته د اووښتې مرګ ژوبلې په اړه جزييات لا نه دي په ډاګه شوي.

عیني شایدانو سېمه ییزو رسنیو ته ویلي، د چاودېدونکو توکو ډک موټر چلونکي د بهرنیو ځواکونو د کارون په خوا کې چاودنه کړې ده.

د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل تویتر پاڼه کې لیکي برید د دوی کسانو کړی دی.

غور

بل خوا د غور چارواکي وايي، چې د چارسدې په ولسوالۍ کې يې له يوې امنيتي پوستې سره له تېرو څو ساعتونو راهيسې اړيکې پرې شوي دي.

د غور والي وايي، په دغه پوسته کې شاوخوا ۱۵ امنيتي ځواکونه و او دوی يې له وضعيت نه خبر نه دي.

تر دې وړاندې داسې راپورونه وو، چې دغه کسان د وسلوالو لاس ته لوېدلي دي.

ورته مطالب