کننګهم: د ناندریو د نه تکرار ضمانت نه شته

د انځور حقوق AFP
Image caption کننګهم : د روانې میلادي میاشتې په وروستیو کې نوي ولسمشر د دندې پیل ډیره مهمه خبره ده

په افغانستان کې د امریکا سفیر جیمز کننګهم وايي، داسې هیڅ ضمانت نشته چې د ولسمشرۍ ټاکنو د دواړو نوماندانو ترمنځ دې بیا جنجال راپورته نه شي.

خو هغه وايي، دواړو نوماندانو اشرف غني أحمدزي او عبدالله عبدالله ژمنه کړې چې د ټاکنو روانه لانجه به پای ته رسوي.

ښاغلی کننګهم وايي، د روانې میلادي میاشتې په وروستیو کې د افغانستان د نوي ولسمشر د دندې پیل ډیره مهمه خبره ده .

سمیع الله موسی زي په خپل رپوټ کې لیکي: افغانستان ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کیري له وروستي سفر او د ولسمشرۍ ټاکنو د واړو نوماندانو ترمنځ د ګډې اعلامیې له لاسلیک کولو څلور ورځې وروسته، په افغانستان کې د امریکا د متحده ایالتونو سفیر وايي، دواړه نوماندان باید په خپلو ژمنو عمل وکړي.

دواړو نوماندانو اشرف غني أحمدزي او عبد الله عبد الله هم ژمنه کړې چې د ټولو رایو د بیا شمیرلو او تفتیش په پروسه کې به مرسته کوي چې ژر پای ته ورسیږي او د روانې میاشتې په پای کې نوی ولسمشر خپله دنده پیل کړي.

خو له دې ژمنو او ټینګار سره ، سره دا اندیښنه شته چې د دواړو ټاکنیزو ډلو ترمنځ به اختلاف دوام وکړي. د دواړو نوماندانو څارونکي هم وايي، د ټولو رایو د بیا شمیرلو لپاره ټاکل شوی وخت په سمه توګه نه دی سنجول شوی.

په افغانستان کې د امریکا سفیر جیمز کننګهم هم وايي، داسې هیڅ ضمانت نشته چې د دواړو نوماندانو ترمنځ به نور اختلاف نه رامنځته کیږي."په دې شرایطو کې په دې اړه څه ویل چې څه به کیږي هیڅ ضمانت او ډاډ نشته. خو لکه څنګه چې افغانانو غوښتل چې غږ به یې واوریدل شي لا هم دا غوښتنه لري. دا د افغان سیاستوالو دهڅولو لپاره تر ټولو مهمو فکتور دی چې ژر تر ژره دغه بهیر پای ته ورسوي او په خپلو کړو ژمنو عمل وکړي".

ښاغلی کننګهم وايي، د ملي یو والي حکومت جوړول د افغان سیاستوالو غوښتنه وه نه د امریکا. خو هغه وايي، افغانان هم د دغه ډول حکومت په اړه معلومات نه لري او د ملي یووالي حکومت لپاره یو روښانه تعریف هم نه دی شوی.

خو هغه چې په یوه خبري غونډه کې یې خبرې کولې وویل، د ملي یو والي حکومت د افغانستان شرایطو په نظر کې نیولو سره تر ټولو غوره انتخاب دی.

ټاکل شوې چې د دواړو نوماندانو ترمنځ د لاسلیک شوې اعلامیې د عملي کولو لپاره یوه ګډه ګمیټه وټاکل شي، خو دغه کمیټه لا نه ده ټاکل شوې او د واړو لوریو له وروستیو څرګندونو ښکاري چې د اعلامیې د تفسیر په اړه بیلابیل نظرونه لري.

ورته مطالب