د افغانانو روحي او رواني ناروغۍ

Image caption څوک نه پوهېږي چې دغه وګړي څه درد لري او څنګه د دوی د کړاونو دارو کیدلی شي.

کله چې تاسو د کابل په څېر د ګڼې ګوڼې په یوه ښار کې ګرځئ، نو په یوه ګړۍ کې سلګونه کسان په بېلا بېلو رنګونو لیدلی شئ چې ځینې ېې د ځان سره ګورمېږي، څوک په روانه پر ګرځنده تیلیفون غږیږي او ان داسې کسان تر سترګو کېږي چې سر ېې پر زنګنو ایښی وي او په چورتونو کې ډوب وي.

څوک نه پوهېږي چې دغه وګړي څه درد لري او څنګه د دوی د کړاونو دارو کیدلی شي.

ښکاره ده چې اوږدو جګړو، بې کارۍ، اقتصادي کمزروتیا، کورنیو ستونزو او نورو ناخوالو ېې ژوند ور ګډوډ کړی دی.

په افغانستان کې د رواني ناروغانو کره شمېر نه دی معلوم خو اټکل کېږي چې د دې هیواد د وګړو له نیمايي هم ډېر په یو نه یو ډول له ارواي پلوه کړېږي.

سره له دې چې رنځپوهان د اروايي ناروغانو ډېر والي ته اندېښمن دي، خو د افغانستان په څېر هېوادونو کې بیا د ډېرو په وینا د لویانو په پرتله د کوچنیانو اروايي کړاو څو ځلې ډېر دی.

رنځپوهان وايي د ډېرو لپاره ګرانه ده چې د کوچنیانو په اروايي ناروغیو وپوهېږي ځکه هغوی خپل درد په سم ډول نورو ته نه شي رسولی.

د کوچنیانو د رواني حالت د مالومولو لپاره اړ یو چې نا امنو سیمو ته هلته چې جګړو د خلکو پر ژوند مخامخ اغېز کړی ورشو.

Image caption د عبدالمنان پلار په ډاکټرانو او ملایانو دواړو ګرځیدلی خو د زوی د ناروغۍ په اړه ېې درملونکي یوه خوله نه دي. ځینو ورته ویلي چې دی وېرېدلی، ځینو ېې تبه سر ته ختلې بللې او ځینې نور ورته وايي چې په ژور خپګان اخته شوی دی.

د ننګرهار روغتون ته په ور دننه کېدو وار له واره له عبد المنان سره مخامخ شوم. نوموړی اوولس کلن دی او له یوې نا امنه سیمې دې روغتون ته راوستل شوی دی. هغه په دومره ژوره ارواي ناروغۍ اخته شوی چې له څو سمو خبرو وروسته د خپلې ناروغۍ نکل هم نه شي کولی.

پلار ېې اجدر خان د خپل زلمي زوی سره په روغتون کې دی. هغه وايي چې عبدالمنان روغ رمټ و او په یوه دیني مدرسه کې ېې درس وایه خو یو نا څاپه سر بداله شو.

د عبدالمنان پلار په ډاکټرانو او ملایانو دواړو ګرځیدلی خو د زوی د ناروغۍ په اړه ېې درملونکي یوه خوله نه دي. ځینو ورته ویلي چې دی وېرېدلی، ځینو ېې تبه سر ته ختلې بللې او ځینې نور ورته وايي چې په ژور خپګان اخته شوی دی. اوس یې له پلاره هم لاره ورکه ده چې دچا ومني، د زوی، د ملا او که د ډاکټر.

د عبدالمنان او پلار سره زما د خبرو پر وخت د ننګرهار د روغتون د رواني ناروغیو درملوونکی ډاکټرعبد الظاهر هم ولاړ و. له هغه مو د دغه زلمي د رنځ په اړه وپوښتل.

نوموړي وویل چې په ډېرو کسانو کې دناروغۍ نښې تر هغو نه ښکاره کېږي چې د یوې پېښې سره نه وي مخ شوی.

ډاکټر ظاهر وايي چې دغه ډول ناروغان له ۴ تر ۲۸ ورځو په روحي ډول درملل کېږي او ټولنیز رواني مشاورین له بېلا بېلو لارو هڅه کوي ناروغان روحآ ډاډه کړي.

د اندېښنې وړ خبره دا ده چې په دغه لوی روغتون کې د کوچنیانو لپاره ځانګړي کټونه نشته. دا هغه څه دي چې ډاکټر ظاهر ېې د کوچنیانو د درملنې او روحي ارامتیا پر وړاندې خنډ بولي او وايي چې کم عمره ناروغان له همدې امله نه شي بسترولی.

په نشه یي توکو روږدېدل بله ستونزه ده چې د ګڼو ځوانانو ژوند ېې ګډوډ کړی دی. د ننګرهار له شینوارو نه د شل کلن محمد اسماعیل خپلوان اړ شوي چې نوموړی د ننګرهار د روغتون رواني څانګې ته راولي. اسماعیل ته غوصه ورځي او اندېښنو په سر اخیستی.

د شمېرو تر مخې په افغانستان کې په نشو د اخته کسانو شمېر ۱،۶ میلیونو ته رسي چې د ټولو وګړو ۵،۳ برخه جوړوي. دا په نړۍ کې د نشه یانو تر ټولو لوړه کچه ده.

چارواکي وايي په نشو د اخته کسانو ډېره برخه ځوانان دي چې په یو نه یو ډول له ارواي پلوه زورېږي.

کار پوهان وايي تر کلک اروايي فشار وروسته ډېر خلک نشو ته مخه کوي خو د دې تر څنګ جګړو او نورو ناخوالو د ګڼو کسانو ژوند ورتریخ کړی دی.

رضوان د وټه پور له ګمبیر نه اسد اباد کې د خپلوانو کور ته راغلی. د ده د خاپوړ خاوره تېر څو کلونه دجګړو سیمه وه. رضوان وايي د غنګۍ یا بې پیلوټه الوتکو له ډاره دلته راغلی.

د هغه له خبرو ښکاري چې که جګړې ونه درېږي او بې پیلوټه الوتکۍ هم داسې ګرځي نو د ګڼو کوچنیانو غوني به په خوب کې هم را ځیږي.

رضوان وايي له همدې ډاره ښونځي ته نه شي تلی او چې لاړ هم شي بېرته راتښتي ځکه بمبار ېې خپلوان ور وژلي.

رضوان وايي ځکه اسد اباد ته راغلی چې دغلته جګړې نه کېږي او که بې پیلوټه الوتکۍ هم وي څوک نه ولي. رضوان نېکمرغه دی چې په اسد اباد کې خپلوان لري خو د ده ګڼ همزولي ښايي د الوتکو او توپونو له ډاره پخپلو کلو کې همداسې نا ارامه پاتې وي.

پلار ېې وايي چې رضوان ېې ځکه اسد اباد ته راوړی چې رواني حالت ېې نور خراب نه شي. هغه وايي چې کله به ېې ځوی ښونځي ته لیږه نو ژړل به ېې. دا هغه څه دي چې د سیمې پر نورو استوګنو او زده کونکو ېې هم اغېز کړی.

رضوان د نا ارامه سیمو د کوچنیانو یوه بیلګه ده. د ده په څېر ګڼ نور مې هم وموندل خو کورنیو ېې د هغوي د اروايي رنځ په اړه خبرې و نه کړې.

د اسد اباد ولایتي روغتون ته د درملنې لپاره ګڼ کسان راغلي وو خو زه د رواني ناروغانو د موندنې په موخه ارواي رنځپوه ته ورغلم.

Image caption د شمېرو تر مخې په افغانستان کې په نشو د اخته کسانو شمېر ۱،۶ میلیونو ته رسي چې د ټولو وګړو ۵،۳ برخه جوړوي. دا په نړۍ کې د نشه یانو تر ټولو لوړه کچه ده.

ډاکټر فیض الله مشواڼي په دغه روغتون کې شپږ کاله په رواني برخه کې کار کړی. هغه وايي چې هر کال ېې ۸ زره اروايي ناروغان کتلي چې اتمه برخه ېې کوچنیان دي.

ښاغلی مشواڼی وايي چې ده ته ورغلو ناروغانو وېره، اندیښنې، ژور خپګان او ډېرې نورې ستونزې لرلې. د جګړو او نا امنیو له امله په اروايي ناروغیو د اخته کسانو داستان یوازې په کونړ پورې نه دی تړلی.

په لوېدیځ هرات ولایت کې بیا کورني تاوتریخوالي اروايي کړاونه ډېر کړې دي. د هرات د حوزوي روغتون د اروايي څانګې مشر ډاکټر بصیر احمد جامي وايي چې هلته دسړو په پرتله ښځې د سختو اروايي ستونزو سره مخامخ دي.

ښاغلي جامي وویل:

"له بده مرغه په دې ورستیو کلونو کې د اروايي ناروغانو شمېر ډېر شوی دی. هره ورځ له دیرشو تر پنځوسو پورې کسان اروايي څانګې ته راځي. ویلی شم چې دهرې کورنۍ یو کس په اروايي مرض اخته دی. د وروستیو شمېرو پر بنسټ په افغانستان کې ۶۷ سلنه وګړي اروايي ناروغان دي چې ډېره برخه ېې ښځې او ښاري خلک دي. په ښځو کې لاملونه بېلا بېل دي، هورموني بدلونونه، کورني ګواښونه، د ښځې او خاوند تر منځ د اړیکو خرابېدل او نور ډیر څه".

دغلته هم دا نه ده روښانه چې څومره ښځې او نجونې په اروايي ناروغیو اخته دي خو د ښځو د ملاتړ یوه نا دولتي ټولنه (میدیکا افغانستان) وايي چې له ۲ زرو ډېرې ښځې او نجونې ېې به اروايي ډول درمللي.

د دغې ټولنې مشره ویدا فیضي وايي:

Image caption ټولنیز رواني مشاورین له بېلا بېلو لارو هڅه کوي ناروغان روحآ ډاډه کړي.

"تر اوسه موږ توانېدلي یو چې ۱۰۸۲ افغان ښځې له اروايي رنځ نه خلاصې کړو. د دغو ډېره برخه ځوانې ښځې دي. نورې یې بیا له اتلسو تر شپیته کلونو پورې عمر لري. له ۲۰۰۶ کال راهیسې میدیکا افغانستان په کابل، هرات او مزار کې د کوچنیانو د روزنې او پالنې په مرکزونو کې د رواني مشورو چارې تر سره کړي دي. موږ تر اوسه توانېدلي یوچې ۱۰۰۲ کوچنۍ نجونۍ تر اروايي پوښښ لاندې راولو".

اغلې فیضي وايي چې د دوی موندنې ښيي چې د لویانو په پرتله کوچنیان د فشار له امله ډیر ژر او په اسانۍ په اروايي ناروغیو اخته کېږي.

نوموړې وايي:

"د دوي د لوېې برخې رواني ستونزې وېره، خپګان، سربدالي، د ځان وژنې فکر، خپل ځان او نورو ته زیان اړول، له ځان او نورو کرکه او دنړۍ، ځان او ټولنې سره پریکون دی".

د ښځو د ملاتړ دغه ټولنه د افغانستان دعامې روغتیا د وزارت سره په همغږۍ کار کوي. د دغې ټولنې اروايي مشاورین د کوچنیانو پالنځایونو ته ورځي چې د کوچنیانو رواني حالت ښه کړي.

میرمن فیضي د کورنیو ستونزو او تاو تریخوالي تر څنګ ځینې نور لاملونه هم په ګوته کوي چې د افغان نجونو د اروايي ناروغیو لامل کېږي. نوموړې د دې ټولو بد بختیو سرچینه جنګ یادوي خو کورنی تاوتریخوالی له یاده نه باسي او وايي چې جنسي زورونې، د اولادونو ترمنځ توپیراو پر کوچنیانو سخت کارونه د رواني ناروغیو نور لاملونه دي.

تابش یو بله نا دولتي موسسه ده چې پر ارواي رنځ د اخته کسانو په ځانګړي ډول د کوچنیانو سره مرسته کوي.

دغه بنسټ په پنډغالو، پلازمېنه او ولایتونو کې د کوچنیانو د روزنې په مرکزونو او هغو سیمو کې چې طبعي پېښې پکې رامنځ ته کېږي د کوچنیانو سره په اروايي درملنه کې مرستې کوي.

د دغې ټولنې اجرایوي مشر ډاکټر ویس اریا وايي:

"موږ له ۱۲۰۰۰ ډېر کوچنیان چې د اته او اتلسو کلونو تر منځ عمرونه لري تر خپل پوښښ او څار لاندې راوستي دي. په ۲۰۱۳ کال کې مو شاوخوا ۴۰۰۰ کوچنیان چې درې څلور سوو ېې سخت روحي درد لاره داسې چې هم روحآ ناروغه وو او هم ېې بدني ناروغي لرله درمللي. د ساري په توګه د فاریاب د پېښې کوچنیان چې دومره ټکان ېې خوړلی و چې نه ېې شو کولی د ژوند عادي چارو ته را وګرځي".

Image caption د وروستیو شمېرو پر بنسټ په افغانستان کې ۶۷ سلنه وګړي اروايي ناروغان دي چې ډېره برخه ېې ښځې او ښاري خلک دي. په ښځو کې لاملونه بېلا بېل دي، هورموني بدلونونه، کورني ګواښونه، د ښځې او خاوند تر منځ د اړیکو خرابېدل او نور ډیر څه.

ښاغلی اریا وايي چې هغه کوچنیان چې دوی ته له جنګي سیمو وروړل کېږي، ډېر ېې د تاوتریخوالی، جګړو او جنګي وسایلو سره مینه لري او داسې ښکاري چې جګړو ېې په مغزو کې کور کړی.

نوموړی وايي:

"د ساري په توګه که موږ دغه ډول کوچنیانو ته د لوبو توکي ورکړو، هغوی ېې پر ځای جګړیز شیان خوښوي. هغوی چې لوبې هم کوي، هڅه کوي له ځانه سرتیری جوړ کړي او څوک ووژني. نو چې په لوبو کې هم مرګ خوښوي، ښکاره ده چې جګړو ېې په کوپړۍ کې ځای نیولی".

نوموړي زیاته کړه:

"موږ خواري کړې چې د دغه ډول ماشومانو ذهن بېرته سم لوري ته را وګرځوو. ځینې کوچنیان چې له مور او پلار ېې شکایت کاوه، د شپې ېې میتیازې کولې، ګډوډ خوبونه ېې لیدل، تل خواشیني وو، یواځې والی ېې خوښاوه، د لوبو او ښوونځي سره ېې مینه په بشپړه توګه له منځه تللې وه، دا ېې د اروايي ناروغیو څرګندې نښې وې".

د رواني ناروغیو کار پوهان د دغه رنځ له اړخه اندېښمن دي. دوی وايي چې په ټولنه کې د شته پخوانیو دودونو له امله ډاکټرانو ته ورتګ شرم ګڼل ګېږي او پر ځای یې خلک زیارتونو ته مخه کوي. خو دا کار ښايي له مجبوریته کوي ځکه په افغانستان کې د روحي ناروغیو سم درمل ځایونه او متخصصین په ځانګړي ډول د کوچنیانو اروايي رنځپوهان نه شته. په دې برخه کې یواځي په کابل کې یو روغتون نه شته.

د رواني ستونزو د حل په موخه لا پخوا په پام کې وه چې په ننګرهار، هرات او کندوز ولایتونو کې رواني روغتونونه جوړ شي خو تر اوسه نشته.

د عامې روغتیا د وزارت د رواني ناروغیو متخصص ډاکټر بشیر احمد سرور وايي:

"اندېښنه دا ده چې که د راوني ناروغیو درملنې ته سمه پاملرنه ونه شي نو وروسته به یې کابو کول خورا سخت شي".

کار پوهان ټینګار کوي چې حکومت باید لا نور چټک ګامونه واخلي او په دې برخه کې ځانګړي مرکزونه جوړ کړي. د جګړو پای ته رسول مهم دي. او د خلکو تر منځ د توپیر لرې کول د ډيرو په وینا د اروايي سمون سبب کیدلی شي.

ورته مطالب