کرزى: نوى ولسمشر به په دوو-درو اوونيو کې ولرو

Image caption ښاغلي کرزي دغه څرګندونې له ښاغلي اردوغان سره په ټیلیفوني خبرو کې کړې دي.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي ویلي چې تر راتلونکو دوو یا درو اونیو پورې به د افغانستان نوی ولسمشر وټاکل شي.

ښاغلي کرزي دغه څرګندونې د ترکیې هېواد له نوي ټاکل شوي ولسمشر رجب طیب اردوغان سره په ټیلیفوني خبرو کې کړې دي.

د ولسمشرۍ له ماڼۍ په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې ښاغلي کرزي په ټیلیفوني خبرو کې ښاغلي اردوغان ته د ترکیې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د بریالیتوب له امله مبارکي ویلې.

ښاغلي کرزي د ترکیې په ولسمریزو ټاکنو کې د ښاغلي اردوغان د بریا ستر لامل د ترکیې خلکو سره د هغه مینه او هغوی ته د خدمت او شویو کارونو پایله بللې ده.

نوموړي په دغو ټیلیفوني خبرو کې ډاد څرګند کړ چې افغانستان به د ترکیې دوست او ملګری پاتې شي او د دواړو هېوادونو تر منځ به اوسنۍ دوستي لا پیاوړې شي.

اعلامیې کې راغلي چې د ترکیې نوي ولسمشر د ښاغلي کرزي له ټیلیفوني اړیکې څخه د مننې په ترڅ کې وویل چې د ترکيې او افغانستان د خلکو تر منځ دوستي او همکاري به لا هم دوام وکړي.

اردوغان د ترکیې په ولسمشریزو ټاکنو کې ۵۲ سلنه رایې ګټلې وې او سرسخت سیال یې کمل الدین احسان اوغلو ۳۸ سلنه رایې خپلې کړې دي.

د ترکیې په تاریخ کې دا لومړی ځل و چې ولسمشر يې د خلکو په مستقیمه رایه وټاکل شو. پخوا به ولسمشر د پارلمان د غړو له خوا ټاکل کېده.

د اردوغان اصلي سیال احسان اوغلو م نوموړي ته د بریاو مبارکي ورکړه.

رجب طیب اردوغان په انقره کې په خپلو خبرو کې دغه ټاکنې خپلو پلویانو او نورو لپاره یوه ښه بریا یاده کړه.

ورته مطالب